امریکا د بشري حقونو سرغړاونو له کبله د طالبانو په دوو چارواکو بندیزونه ولګول

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت جمعه ډسمبر ۸ (لیندۍ۱۷) د نړۍ په نهو هیوادونو کې د بشري حقونو څخه د سرغړاونو له کبله په ۲۰ کسانو بندیزونه ولګول چې د طالبانو د حکومت دوه جګپوړي چارواکي هم پکې شامل دي.

د دې وزارت د بهرنیو شتمنیو کنټرول ادارې ویلي چې پدې طالب چارواکو بندیزونه یې د میرمنو ځپلو له کبله لګولي.

په اعلامیې کې راغلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عني المنکر په وزیر او د علومو اکاډمۍ مشر فرید الدین محمود یې بندیزونه د میرمنو او نجونو د حقونو څخه د جدي سرغړاونو له کبله لګولي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو او میرمنو لپاره یوازې د هغوي د جنسیت په خاطر د ښوونځیو تړل پکې شامل دي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د جنسیت پر بنسټ د طالبانو دا محدودیتونه د میرمنو او نجونو په خلاف عمومي تبعیض څرګندوي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې محمود د طالبانو په اصطلاح د “کابینې” غړی دی چي تر شپږم ټولګي پورته د نجونو او میرمنو لپاره د زده کړو مرکزونو تړلو پریکړه یې کړې او دا چې د نجونو او میرمنو لپاره په تعلیم د بندیزونو ملاتړ کوي.

د دې بندیزونو له مخې په متحده ایالاتو کې د دې کسانو شتمني ضبطیږي، امریکایي اتباع او شرکتونه د هغوي سره راکړه ورکړه نشي کولی او همدارنګه متحده ایالاتو ته د راتګ لپاره ویزې نه ورکول کیږي.

طالبانو تر اوسه د متحده ایالاتو دې تازه اقدام باندې تبصره نده کړې.

دا بندیزونه داسې مهال لګول کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست، محمد خالد حنفي څه موده وړاندې ادعا کړې وه چې د طالبانو په حکومت کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي نه دي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په اعلامیې کې د دویم طالب چارواکي چې بندیزونه پرې لګیدلي دي نوم ندی اخیستل شوی خو د روان کال د مارچ په اتمه نېټه، اروپايي ټولنې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو پر سرپرست وزیر ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست، محمد خالد حنفي باندې بندیزونه ولګول.

پر حنفي”د بیان د ازادۍ له حق څخه د افغان ښځو د محرومولو او د هغو ښځو پر وړاندې د سختو سزاګانو او تاوتریخوالي له امله چې د طالبانو لارښونې نه مني” او پر ندا محمد ندیم، د تعلیم له حق څخه د افغان میرمنو او نجونو د بې برخې کولو له امله بندیزونه وضع شوي دي.

طالبانو په تیرو دوو کلنو کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته ددغه هیواد په خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې د تعلیم او کار د بندیز په ګډون یو شمیر زیات محدودیتونه لګولي دي. نجونې یې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې له زده کړو بندې کړي او په پوهنتونونو کې یې د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.

د دې دوو طالب چاراکو تر څنګ د متحده ایالاتو خزانې وزارت د ایران د استخباراتو په دوو افسرانو هم بندیزونه لګولي چې پلان یې درلود په امریکا کې دننه یې اوسني او پخواني چارواکي د قُدس ځواکونو پخواني قوماندان قاسم سلیماني غچ اخیستو په خاطر ووژني.

د مرکزي افریقا جمهوریت، کانګو دیموکراتیک جمهوریت، هایټي او جنوبي سودان حکومتونو ۱۳ غړي هم په تازه بندیزونو کې شامل دي چې د جنسي تیري او نور ډول جنسي تشدد کولو تورونه پرې دي.

وزارت همدارنګه د سین کیانګ په ولایت کې د چین په دوو چارواکو بندیزونه لګولي. په دوي تور دی چې اویغور مسلمانانو حقونه یې پایمال کړي او د هغوي د بشري حقونو څخه یې جدي سرغړاونې کړیدي.

د خزانې وزیرې جینیت یلین په یوې اعلامیې کې ویلي چې د بشري حقونو په برخې کې د متحده ایالاتو ژمنتیا “سپیڅلې” ده او د بشري حقونو سرغړاونو سره د مقابلې لپاره د دې هیواد ټینګه ژمنتیا څرګندوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکا د بشري حقونو سرغړاونو له کبله د طالبانو په دوو چارواکو بندیزونه ولګول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*