امریکا د بهرنیو چارو وزارت: لنډ وخت کې په کابل کې د هېڅ دپلوماتیک فعالیت د پیل کولو طرحه نه لرو

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دوی کومه طرحه نه لري چې په لنډ وخت کې په افغانستان کې خپل دپلوماتیک ماموریت بیا پیل کړي.

د وزارت ویاند ویدانت پټیل د دوشنبې په ورځ فبروري شپږمه (سلواغه ۱۷) خبریالانو ته وویل: «دا مهمه ده چې د بهرنیو چارو وزارت د دریځ په اړه ډېر څرګند واوسو، هغه دا چې هېڅ داسې کومه طرحه نه لرو چې په لنډ وخت کې افغانستان ته بېرته خپل هر ډول دپلوماتیک فعالیت ستون کړو.»

تر دې مخکې ځينې راپورونه خپاره شوي وو چې ګنې امریکا په افغانستان کې د کونسلي چارو بیا پیل کېدل ارزوي.

پټیل وویل: «موږ د طالبانو په ګډون په داخل او خارج کې له ډېرو افغانانو سره په تعامل کې یو، خو بشري حقونه او ښوونځیو ته د نجونو او ښځو ستنول زموږ د تعامل محور دی.»

نوموړي وویل چې امریکا له ملګرو ملتونو سره په تماس کې ده چې په طالبانو فشار راوړل شي چې «خپل تبعیضي فرمانونه او په خاص ډول هغه فرمانونه چې په نا متناسب ډول نجونې او ښځې اغیزمنې کوي تغیر» کړي.

پټیل وویل چې د طالبانو سخت اقدامات له نورې نړۍ سره د دوی په اړیکو اغیز لري، هغه له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو ته په اشارې سره وویل چې «دا کار د ټولو افغانانو له حقوقو سره تړلی» دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان باندې واکمن شول او له خپلې واکمنۍ سره سم یې ښځې له کارونو بندې کړې او له متوسطه ټولګیو ورپورته یې د نجونو په زده کړو بندیز ولګوه. په دې سربېره پارکونو ته د ښځو په ورتګ او له محرم پرته په سفر کولو هم بندیزونه ولګول. نړیوالې ټولنې دا بندیزونه غندلي او له طالبانو غواړي چې لېرې یې کړي.

امریکا او نړیواله ټولنه وايي چې د طالبانو سره تعامل او د هغوی په رسمیت پېژندل د بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د هغوی له دریځ سره تړلي دي. خو طالبان وايي چې دا د افغانستان یوه داخلي مسئله ده.

نړیواله ټولنه همدغه راز له طالبانو غواړي چې ټول شمول حکومت جوړ کړي، خو طالبان ادعا کوي چې حکومت یې ټول شمول دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکا د بهرنیو چارو وزارت: لنډ وخت کې په کابل کې د هېڅ دپلوماتیک فعالیت د پیل کولو طرحه نه لرو"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*