امریکا په افغانستان کې خپلو پخوانیو همکارانو ته د کډوالۍ نورې ځانګړې ويزې ورکوي

1
1

په کانګرس کې له جمهوري غوښتونکو سره د جوبايډن د حکومت د موافقې له مخې به هغو افغانانو ته چې له امريکا سره یې همکاري کړې ويزې ورکوي.

تمه ده، چې د اګست تر میاشتې پورې افغانانو ته ۳۸۵۰۰ ځانګړې ویزې ورکړل شي او د دغه نوي تړون له مخې به لږ تر لږه ۱۲۰۰۰ نورې ویزې ورکړل شي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال ویلي، چې نوی تړون د ۱۲۰۰۰ نورو ویزو د ورکولو اجازه ورکوي؛ خو د جوبایډن ادارې او په سنا کې د جمهوري غوښتونکو استازو د ۲۰ زره نویو ویزو د صادرولو غوښتنه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ د ځانګړې ویزې پروګرام تر ۲۰۲۶ کال پورې پای ته رسېږي.

ویل کېږي، چې د اضافي ویزو شمېر د امریکا د پخوانیو افغان شریکانو له غوښتنې سره سم شوی دی.

یو شمېر امریکايي چارواکو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز ته ویلي چې د مارچ تر لومړۍ نېټې پورې د هغو افغانانو شمېر چې ویزو ته انتظار باسي له ۸۰ زرو څخه زیات وو، چې یو پر څلورمه برخه یې وروستۍ مرکې ته بلل شوي دي.

افغانانو ته د لا زیاتو ویزو ورکولو هوکړه په داسې حال کې کېږي، چې داسې اسناد خپاره شوي چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د پخواني حکومت سلګونه امنیتي چارواکي او سرتېري نیول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امریکا په افغانستان کې خپلو پخوانیو همکارانو ته د کډوالۍ نورې ځانګړې ويزې ورکوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*