امیرخان متقي: د بهرنیو ځواکونو اډو ته اړتیا نشته

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د اسلامي امارت له لوري د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) ته د وسلو لېږد ردوي.
 
ښاغلي متقي له بي بي سي سره په مرکه کې وايي، چې په اوسني وضعیت کې په افغانستان کې د نورو هېوادونو نظامي اډو جوړولو ته اړتیا نشته ده.
د امیر خان متقي په خبره، که چېرې اسلامي امارت د نظامي اډو په جوړېدو هوکړه کړې وای، نو شل کاله جګړه به يې د څه لپاره کوله.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي:«که موږ چېرته د بهرنیو اډو سره موافقه درلوده، نو دا شل کاله مو جنګ د څه شي لپاره کاوه، خو د نړۍ د هغو هېوادونو سره به مو کړې وه، چې ډېر امکانات ورسره و، زموږ نظام هم ورسره ساتل کېده. په افغانستان کې هېڅ افغان اډه خو څه کوي یو فرد هم مسلح نه‌مني.»
ښاغلي متقي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې پاکستان تحریک طالبان ته د وسلو سپارل ردوي او زیاتوي، چې د افغانستان خاوره هېڅ هېواد ته ګواښ نه‌ده او نه به وي.
ښاغلی متقي زیاتوي:«تر اوسه پورې کومه درنه وسله هېڅ چېرته نه‌ده لېدل شوې او نه دا امکان لري، چې چېرته انتقال شي. یو که ځیني واړه شان وي، نو هغه له تېرو شلو کلونو راهیسې ډېر وخت به تاسو لیدلي وي خپله به پاکستان کې امریکايي کاروانونه ماتېدل، غلا کېدل او کانټینرونه به خلاصېدل او وسلې به يې پلورل کېدې، چې هغه جدا خبره ده.»
ورته مهال د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.
د سیاسي چارو شنونکی جاوېد مومند وايي:«که چېرې پاکستان دا ادعا لري، چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې دي، نو باید په دې تړاو خپل اسناد او شواهد نړۍوالو بنسټونو ته وړاندې کړي، که نه پرته له دې دا یوازې یوه ادعا ده.»
د سیاسي چارو شنوونکی محمد بشار هم څرګندوي:«ټي ټي پي د اسلامي امارت له حاکمیت نه وروسته نه‌ده رامنځته شوې، بلکې دا د صوفي محمد، حکیم الله محسود، بیت الله محسود او عبدالله محسود په وخت کې څو څو ځلې پرمختګ کړی دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لنډمهاله حکومت لومړي وزیر او د دغه هېواد نورو چارواکو په ځلونو ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو ت

منبع

لومړی نظر وکړئ on "امیرخان متقي: د بهرنیو ځواکونو اډو ته اړتیا نشته"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*