ایرانی چارواکی: په ايران کې شپږ زره افغانان بندیان دي

په ايران کې شپږ زره افغانان بندیان دي
په ايران کې شپږ زره افغانان بندیان دي

په ایران کې تازه یو بل افغان د «قتل په جرم» پر اعدام محکوم شو. په پام کې ده د ايران یو قضايي پلاوی د قضايي همکاريو او پر اعدام د محکوم شوو افغانانو دوسيو ته د رسيدګۍ په خاطر د خبرو اترو له پاره افغانستان ته سفر وکړي.

ایراني چارواکو منلې چې په دغه هېواد کې د نورو بهرنیانو په پرتله ډېر افغانان بندیان دي.

ایسنا خبري آژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو عمومي مدير علي رضا محمودي، له قوله لیکلي دي چې په ایران کې نژدې ۶زره افغانان بندیان دي.

محمودي زیاته کړې چې ډيری افغانان د قانوني اقامې د نه درلودلو، د مخدره موادو د قاچاق او ځينو نورو جرمونو په دليل بندیان شوي دي.

په ايران کې د افغانانو اعدامول

د ایران د بشري حقونو سازمان تېره اوونۍ په دغه هېواد کې د يو افغان وګړي له اعدامولو خبر وکړ.

دغه بنسټ ويلي دي دغه ۳۵ کلن افغان سبحان افتخار، نومېده چې د عمدي قتل په تور پر اعدام محکوم شوی وو او تېره اوونۍ د ایران د لرستان په الیګودرز زندان کې اعدام شو.

یوې سرچینې د ایران د بشري حقونو سازمان ته ويلي دي: «سبحان افتخارالدین درې نيم کاله مخکې نيول شوی او د نفس پر قصاص محکوم شوی وو.»

د دغه افغان د اعدام خبر، د ایران داخلي رسنیو او رسمي منابعو له خوا اعلان شوی نه دی. افغان حکومت هم په دې هکله څه نه دي ويلي.

افغانستان ته د اېران د قضايي پلاوي سفر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د ايران له ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت له سرپرست حسن کاظمي قُمي، سره کتلي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې کاظمي قُمي ويلي دي چې ډېر ژر به د ايران یو قضايي پلاوی د قضايي همکاريو او پر اعدام د محکوم شوو افغانانو دوسیو ته د رسېدګۍ په موخه، د خبرو اترو له پاره افغانستان ته سفر وکړي.

ایران څه موده مخکې ۱۰۰ تنه افغان بنديان افغان حکومت ته وسپارل. د ایراني رسنیو په حواله، ایران تېر کال هم د ایران او افغانستان تر منځ د بنديانو د انتقال پر سر د شوي توافق پر اساس، شا او خوا ۸۰۰ افغان بندیان د بند د پاتې مودې د تېرولو له پاره د افغانستان حکومت ته سپارلي ول.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*