بریتانیا ته د تلوونکو افغان امېدوارې میرمنو د روغتیا په اړه اندیښنې

امېدوارې

ځینې هغه افغان امېدوارې مېرمنې چې په برېتانیا کې د بیامیشتېدو بهیر برخه دي، ډاکټرانو ورته ویلي که، ژر و نه ایستل شوې نو ماشومان یې نشي پایېدلای.

دا مهال د افغانستان په سلګونه کورنۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې تم دي‌ چې برېتانیا ته کډه شي.

دوی ته د برېتاینا د بهرنیو او کورنیو چارو وزارت ویلي ول چې د بیامیشتېدو لپاره دې لومړی پاکستان ته کډه شي او هلته دې د خپل وار انتظار وکړي.

دغه کډوالو ته په برېتانیا کې د اوسیدو حق د “اې اراې پي” (د افغانانو بیامیشتولو او همکارۍ تګلارې) له مخې ورکړل شوی دی.

دوی په افغانستان کې د جمهوریت پرمهال د امریکا په مشرۍ له نړیوالو ځواکونو سره ژباړونکي او ترجمانان ول. خو دوی وايي، دا دی اوس یې په پاکستان کې دوه کاله کېږي چې نه ښه صحي اسانتیاوې لري او نه یې هم د ژوند نور بنیادي ضروروتونه پوره دي. امېدوارې

په کابل کې په ۲۰۲۱ کال د جمهوریت تر سقوط وروسته اسلام اباد ته کډه شوې یوه حامله مېرمن خورشید معا‌ذ هم دا مهال تر روغتیايي ستونزو تېرېږي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې دې وویل، چې له صحي پلوه یې ستونزې ډېرې زیاتې دي: “یوه اوونۍ کېږي چې ټول طبي معاینات مې شوي دي. تر اوسه مې هېڅ درسته درملنه نه ده شوې، اقتصادي ستونزې لرو، روغتیايي ستونزې لرو، وضعه مو ډېره خرابه ده، هېڅ کار رو‍زګار نه لرو او نه مو هم سرنوښت مالوم دی.”

په کابل کې د بریټیش کونسل یوه پخوانۍ ښوونکې او روزونکې صدف چې وړاندې یې دوه ماشومان ضایعه شوی اوس بیا امیدواره ده، ډاکټرې یې ورته ویلي چې دا د وینې شکره او لوړ فشار لري نو په داسې حالاتو کې دا باید ځانګړي خواړه وخوري چې د دې د وس کار نه دی او نه یې مالي حالت د دې جوګه دی چې دا خواړه ورورسېږي.

دې ته ویل شوي چې د هوټل څخه و نه وځي او په خونه کې دننه ورزش وکړي.

“ډېره سخته وېرېږم چې دا بل ماشوم مې به هم ضایعه شي. ځکه چې دوه ماشومان مې وړاندې هم ضایعه شوي دي. “

په دا وروستیو کې د برېتانیا ابزرور ورځپاڼې ته په خبرو کې هغې ویلي، ”که مې ډاکټر ته لاسرسی ونشي، نو ماشوم مې نشي پایېدلای. موږ چې پاکستان ته راتلو ډېر هیله من وو، خو اوس مې هېڅ هیله نشته. “ امېدوارې

د کډوالتوب نړیواله اداره د دغه کډوالو د روغتیا مسولیت لري خو د اسلام اباد په هوټلونو کې میشته افغان کډوال وايي، چې طبي کارونه یې ډېر ځنډني دي او د یوې معاینې لپاره یې نوبت یوه میاشت وروسته رارسېږي.

د اسلام اباد په پیمز کې د ښځینه ناروغیو ډاکټره شالا ګل له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، که دغه حامله افغان کډوالې پر وخت طبي اسانتیاوو ته لاسرسۍ ونلري نو زیات امکان دا دی چې ماشومان یې ضایعه کېدای شي:”د افغانستان د دغه حامله ښځو چې ما یې هم د ډېرو درملنه کړې، ستونزه دا ده چې په دوی کې اکثریت یې رواني ناروغۍ او لوړ فشار لري، او بل بې کوري او مفلسی ده، چې په دې سره دوی تر یو ډول دوامداره کړکېچ تېرېږي چې دا نه یوازې د ماشوم بلکې مور دواړو لپاره ډېر خطرناکه دی. “

ډاکټر شالا ګل وايي، د افغانستان هغه حامله ښځې چې په هوټلونو کې اوسېږي، دوی باید باقاعده طبي معاینات ولري‌ چې له هغه څخه تر ډېره دوی بې برخې دي.

بلخوا په اسلام اباد کې له دغه افغان کډوالو سره چې برېتانیا ته د تلو په تمه دي، د دوی د رااېستلو بهیر په ځنډني کولو باندې په دغه هېواد کې د اپوزیسیون د کډوالو لپاره د څارنې وزیر سټیفن کینوک له ګارډین ورځپاڼې سره په خبرو کې سخت غبرګون ښودلی دی: “صدراعظم [رشي سوناک] خپلې ټولې هڅې وکړي چې له هغه ټولو افغانانو سره د خپل حکومت له مخکینۍ ژمنې پرشا شي چې په افغانستان کې یې د برتانیا له هلوځلو سره مرسته کړې وه. دا یوازې له دې وجې چې پاکستان حکومت دغه بې وزله کډوالو ته ګواښ کړی چې بیرته یې تر پولې ورواړوي او طالبانو ته یې په لاس ورکړي، او دی اوس له خپله هوډه په سپکه توګه پرشا کېدو ته اړوتی دی. دا ډېر د خواشینۍ ځای دی چې د افغانانو لپاره د تاوده هرکلي عملیات د ساړه هرکلي په ځای بدل شول، دغسې نورې خپه کوونکی شخصي کیسې به نورې ډېرې راښکاره شي، موږ د دې جوګه یو چې د هغه د نه اقدام په بشري تکلیف پوهه شو.” امېدوارې

په افغانستان کې د برېتانیا پخواني سفیر نکولاس کې هم له ګارډین ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي، “زه نه پوهېږم چې حکومت ولې هغوی سره خپله ډېره خواخوږي نه ښکاره کوي، هغوی خو زموږ ملګري ول او موږ ژمنې ورسره کړې وې. موږ باید داسې ملت واوسو چې له خپلو ملګرو سره ولاړ وي او خپلې ژمنې پوره کړي”.

بریټیش کونسل بیا ګارډین ورځپاڼې ته په خپل دریځ کې ویلي چې، د برېتانیا حکومت د افغانانو بیامیشتېدنې او همکارۍ پروګرام چلوي او دوی یې په پرېکړو کې ښکېل نه دي: “موږ د خپلو مخکینیو کارمندانو د درخواستونو په ځنډېدو زښته ډېر اندېښمن یو. هغوی موږ ته ویلي چې ډېر د ناهیلۍ په حالت کې ژوند تېروي. موږ د دوی د کورنیو، د ښه ژوند او ښېګړې لپاره زښته اندېښمن یو. “

خو حکومتي ویاند بیا ویلي دي چې د دوی حکومت د ټولو هغه افغانانو چې د بیامیشتدنې او همکارۍ پروګرام برخه دي، د روغتیا چارې د دوی د حکومت پرغاړه دي‌ او د پاکستان له حکومت یې ډاډ اخیستی دی چې د اې سي ار سي پروګرام لاندې افغان وګړي به نه شړي او نه به یې نیسي. امېدوارې

منبع

5 Comments on "بریتانیا ته د تلوونکو افغان امېدوارې میرمنو د روغتیا په اړه اندیښنې"

  1. I am needed to go Britannia

  2. مرسته وکړی ډیرغریب یم شی نلرم

  3. یوڅه مرسته وکړی غریب یم

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*