اوچا د میندو او ماشومانو د مړینې د زیاتېدو خبر ورکړی

اوچا : په افغانستان کې د کلونو په تېرېدو د میندو او ماشومانو د مړینې د زیاتېدو خبر ورکړل شوی. د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې د هرو سل زرو زیږونونو کې ۶۹۹ مړینې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر (OCHA) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د روغتیا د څانګې د مشرې ډاکټر سحر له قوله ویلي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت واک ته رسېدو سره روغتیايي سیستم تقریباً فلج شوی دی.

ډاکټر سحر وویل چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره د ډیری ښځینه روغتیا متخصصینو جبري تګ د دې هېواد په روغتیایی سیسټم کې یوه تشه رامنځته کړې ده. د هغه په ​​وينا، “که افغانستان غواړي روغتيايي خدمتونو ته د ميندو او ماشومانو لاسرسى زيات کړي، زياتو روغتيايي کارکوونکو ته اړتيا لري.”

واک ته د طالبانو له راتګ وروسته ښځې له بېلابېلو بندیزونو او محدودیتونو سره مخ شوې دي. روغتیایی مرکزونو ته د لاسرسي نشتوالی یو له هغو محرومیتونو څخه دی چې ویجاړونکي پایلې لري.

یو شمېر مېرمنو چې په تېرو دوو کلونو کې د زیږون او روغتیا مرکزونو ته د تګ تجربه لري له خامه پرېس سره په خبرو کې د متخصصو پرسونل له نشتوالي او د لازمو اسانتیاوو له نشتوالي شکایت وکړ.

۳۰ کلنه صفیه (بل نوم) دوه ماشومان لري، هغې خامه پرېس ته وویل: “ما د افغانستان له لېرې پرتو سیمو ډېرې ښځې په دغه روغتیايي مرکز کې ولیدې چې روغتونونو ته راغلې وې او په داسې حال کې چې د روغتون اسانتياوې ډېرې کمې وې او د ناروغانو شمېر ډېر وو. “ اوچا

نوموړې وايي، د روغتون د پرسونل د بې کفایتۍ له امله زه ډېره وېرېدم چې خپل ژوند به له لاسه ورکړم او یا به مې ماشوم مړ شي.

صفیه زیاتوي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې په هغو روغتیايي مرکزونو کې چې لیدلي، د سترګو پر وړاندې یې څو ښځې او ماشومان مړه شوي دي. هغه غواړي چې په هره سیمه کې د ښځو لپاره وړیا او مجهز روغتیايي مرکزونه جوړ کړي څو د میندو او ماشومانو د مړینې مخه ونیول شي.

د امارت د عامې روغتیا وزارت ویاند له خامه پرېس سره په خبرو کې دغه راپور بې اساسه وباله او ادعا یې وکړه چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په هېواد کې د میندو او ماشومانو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

هغه زیاتوي چې په هېواد کې د میندو د مړینې مخنیوي ته پاملرنه د دغه وزارت له مهمو پلانونو څخه ده او د روان کال تر پایه به په هېواد کې ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې تر ۲۰۲۰ کال پورې په افغانستان کې د ميندو د مړينې کچه په هرو سلو زرو کسانو کې ۶۶۱ پېښې وې او دا شمېره په ۲۰۲۱-۲۰۲۳ کلونو کې په هرو۱۰۰زرو ښځو کې له ۱۰۰۰ څخه ډېرو پېښو ته رسېدلې ده. اوچا

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اوچا د میندو او ماشومانو د مړینې د زیاتېدو خبر ورکړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*