اوچا: په نهو میاشتو کې څه باندې ۲۴ مېلیونه افغانانو ته مرستې رسېدلې دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا په خپل وروستي راپور کې وایي چې، د روان زېږدیز کال په نهو میاشتو کې یې له څه باندې ۲۴ مېلیونه کسانو سره مرسته کړې، چې ۲۱ مېلیونه کسانو دغه مرستې په مستقیم ډول ترلاسه کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وايي، د هرات له ۲۷۵ زره زلزله‌ځپلو سره د مرستې په موخه ۱۷۳ مېلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجارېک وویل:«موږ اوس مهال د دغو سیمو د اوسېدونکو د ملاتړ په موخه د ۱۷۳ مېلیون ډالرو په لټه کې یو چې د راتلونکي کال تر مارچه یې ترلاسه کړو، ځکه ژمی رانږدې دی او موږ تر اوسه یوازې ۳۵ اعشاریه ۳ مېلیون ډالره چمتو کړي دي.»

ورته مهال، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي چې راتلونکي ژمي ته اندېښمن دي له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې له بې وزلو سره خپلې مرستې لا زیاتې کړي.

د کابل اوسېدونکي رحیم وویل:«موږ چې څنګه ګورو راتلونکی ژمی به ډېر سخت او ګواښوونکی وي ځکه بې کاري او بې وزلي ډېره زیاته ده.»

د کابل یو بل اوسېدونکي، عید محمد هم زیاته کړه:«په خدای که مو تر اوسه مرستې لیدلې وي، په شهید څلور لاره کې یوو او ۶ زره افغانۍ کرایه ورکوو.»
 
په همدې حال، اسلامي امارت هم ټينګار کوي هڅې یې کړې چې له بې وزلو سره لا زیاتې مرستې وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته څرګنده کړه:«ستونزې شته، افغانستان یو بې وزله هېواد دی او ستونزې لري، بې کاري هم شته د هېواد په ځینو برخو کې خلک زیانمن شوي دي او باید ورته رسېدنه وشي؛ خو اسلامي امارت چې څومره امکانات لري له خلکو یې نه سپموي او کوښښ کوي تر څو په سخت ژمي کې له خلکو سره مرستې وکړي.»

تر دې وړاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام هم ویلي و چې، په راتلونکي ژمي کې له افغانانو سره د مرستې لپاره ۴۰۰ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اوچا: په نهو میاشتو کې څه باندې ۲۴ مېلیونه افغانانو ته مرستې رسېدلې دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*