اوچا: په هرات کې زلزله ځپلې ۲۴ زره کورنۍ لا هم خوندي سرپناوې نه لري

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي په هرات کې د زلزلو له امله زیانمنې شوې زرګونه کورنۍ چې سرپناوو ته اړتیا لري نه هېروو او هڅه کوو چې د اوسېدو لپاره ورته مناسب کورنه جوړ کړو.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۰مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، لا هم زرګونه کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي او اوسېدو لپاره خوندي سرپناوې نه لري.

اوچا ویلي چې، شپږ میاشتې وړاندې د زلزلو درېیو زورورو ټکانونو په هرات کې ۴۰ زره کورونه ویجاړ او دوه لکه ۷۵ زره کسان یې زیانمن کړل.

دغې ادارې ویلي دې له زرګونو زلزله ځپلو سره یې مرستې کړې او دا بشري مرستې لا هم دوام لري.

اوچا زیاتوي چې دمګړۍ لا هم ۲۴۸۰۰ کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي.

اوچا وايي یادې کورنۍ د اوسیدو لپاره مناسبو کورونو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې د مرستنېدویه ادارو له لوري سلګونه جوړ شوي کورونه اړمنو کسانو ته سپارل شوي دي خو ويل کیږي لاهم زرګونه کورنۍ د ژوندانه خوندي استوګنځي نه لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اوچا: په هرات کې زلزله ځپلې ۲۴ زره کورنۍ لا هم خوندي سرپناوې نه لري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*