ايران او سعودي عربستان د سفارتونو پرانيستلو ته چمتووالی نیسي

ايران او سعودي عربستان د سفارتونو پرانيستلو ته چمتووالی نیسي
ايران او سعودي عربستان د سفارتونو پرانيستلو ته چمتووالی نیسي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل سعودي سیال سره په نزدې راتلونکي کې د ملاقات اعلان وکړ او په ورته وخت کې یې د اړیکو د رغیدو پر وړاندې خنډونو ته هم اشاره کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان اعلان کړه، چې ډېر ژر به له خپل سعودی سیال سره وویني. هغه سفارتونو او قونسلګریو ته د تخنیکي پلاوي سفر او د ډيپلوماټیکو مرکزونو د بیا پرانستلو له پاره د دواړو لوریو ترمنځ د موافقې اعلان وکړ، خو په عینې حال کې یې دې ته هم اشاره وکړه، چې لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو په برخه کې خنډونه شتون لري.

امیر عبداللهیان ویلي، چې د تهران او ریاض د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې لپاره یې د دریو ځایونو له وړاندیز سره موافقه کړې، خو د دغو ځایونو او د غونډې د وخت په اړه یې څه ونه ویل.

له دې وړاندې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په یوه مرکه کې ویلي وو، چې له ایران سره موافقه د طرفینو ترمنځ د ټولو اختلافاتو د حل په معنی نه ده.

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو ترنګلتیا کمولو او د اووه کلونو راهیسې پرې کړې اړیکې د عادي کولو توافق، د چین په منځګړیتوب لاسلیک شو، خو امیر عبداللهیان په دې خبرو اترو کې شتون نه درلود. د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د خامنه یي د باصلاحیته استازي په توګه په بیجینګ کې په دې خبرو اترو کې د ایران مشري کړې وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ايران او سعودي عربستان د سفارتونو پرانيستلو ته چمتووالی نیسي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*