ایران: د بې ساري ګرمۍ له امله دوې ورځې عمومي رخصتي ده

په ایران کې وچکالي
په ایران کې وچکالي

د زیاتې ګرمۍ له امله د ایران حکومت چهارشنبه او پنجشنبه عمومي رخصتي اعلان کړه. د ایران په جنوب کې وضعیت خورا خراب شوی، ځکه چې د تودښت لوړه درجه، دوړي او طوفان سره یوځای شوي دي.

په دې دوو ورځو کې به بانکونه، عدلي او قضايي دفترونه او ښوونځي تړلي وي او د فوټبال په څېر سپورتي سیالۍ لغوه شوې دي.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند پدرام پاکتین ویلي دي چې، په ​​تیرو څو ورځو کې د تودښت درجه ډېره لوړه شوې روغتونونو ته د ګرمې وهلو له امله د ناروغانو زیات راتګ د خطرناکه وضعیت ښکارندوي کوي.

دغه وزارت له خلکو غوښتي دي چې د سهار له لسو بجو څخه د مازدیګر تر څلورو بجو پورې په کورونو کې پاتې شي تر څو د ګرمۍ له خطر څخه ژغورل شوې وي.

په دغه هېواد کې هوا د سانتي ګراد ۴۰ درجو ته رسېدلې او اټکل کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د تودښت درجه تر پنځوسو پورې ورسېږي.

هوا پيژندونکو د دې هیواد په جنوب کې د هوا د ککړتیا او احتمالي دوړو او طوفانونو د خطر په اړه خبرداری ورکړی.

د ویلو ده چې د ایران لویه برخه دښتې دي، د چارو پوهان له اوږدې مودې راهیسې خبرداری ورکوي چې د اقلیم د بدلون بحران، په ځانګړې توګه وچکالي دا هیواد سخت زیانمنولی شي.

هاخوا د اوبو کمښت بله لویه ستونزه ده چې د کردستان ولایت د دیوان درې ښار اوسېدونکو ېې له امله د دوشنبې په ورځ مظاهره کړې وه نو ځکه خو یادې موضوع ته په کتو په ایران کې د اوبو د کمښت ستونزه لا روښانه کیږې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ایران: د بې ساري ګرمۍ له امله دوې ورځې عمومي رخصتي ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*