ایران کې د افغان کډوالو له نیولو او ایستلو په هکله د کډوالو بیاځلې شکایت

په ایران کې ځينې افغان کډوال د افغان وګړو د نیولو او ایستلو له زور اخیستو شکایت لري.

دوی وايي چې د ایران د پولیسو له خوا نیولو او ځورولو، کډوال له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.  

په ایران کې د افغان کډوالو د مدافعینو ټولنې غړی عنایت الله الکوزی طلوع‌نیوز ته وايي:«له ایرانه د افغان کډوالو جبري ویستل البته هغه کډوال چې په ناقانونه توګه ایران ته تللي دي، له مخکې هم دوام درلود او په دغو ورځو کې دغه بهیر په چتکۍ مخته ځي.»

په ایران کې د افغان کډوالو استازې هم له سرپرست حکومت او نړۍوالې ټولنې پر نه پاملرنې نیوکه کوي او زیاتوي چې د دوی ستونزو ته په سمه توګه رسېدنه نه‌کېږي.

په ایران کې د افغان کډوالو استازې سپوږمۍ جبارخېل وویل:«له ایرانه افغان کډوال ایستل کېږي. د ایران خلک او دولت پر کډوالو ډېر ظلم کوي. ایران د ژمني په درشل کې او په هغه وخت کې چې مناسب نه دی، کوال وباسي.»

په ایران کې د کډوالو د چارو فعاله اصفه ستانکزۍ هم څرګندوي:«په ایران کې افغان کډوال د بازار، دندې، ځای او د هویتي اسنادو نه‌لرو په برخو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.»

اسلامي امارت بیا له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې افغان کډوال په جبري توګه له خپلو هېوادونو و نه‌باسي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي:«کډوال دې په زور نه وباسي او غیرقانوني چلند دې نه کوي. ایران او پاکستان ته زموږ پیغام دا دی چې له هغوی کډوالو سره چې اسناد ولري، ظلم او زور زیاتی ونه‌شي او ځورونه ودرول شي.»

د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې، د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې څه باندې ۲۰ زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ایران کې د افغان کډوالو له نیولو او ایستلو په هکله د کډوالو بیاځلې شکایت"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*