ایران په پایتخت تهران کې د ودانیو نړېدو له امله لږترلږه څلور کسان مړه شوي

ایران کې د ودانیو نړېدو له امله لږترلږه څلور کسان مړه شوي
ایران کې د ودانیو نړېدو له امله لږترلږه څلور کسان مړه شوي

د ایران په پایتخت تهران کې د څو ودانیو د نړېدو له امله د دوو پولیسو په ګډون څلور کسان مړه شوي او لږ تر لږه ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ اګست اوومه (زمری ۱۶) خبر ورکړ چې دا مرګ ژوبله د “غير قانوني ودانيو” د پلان شوي تخريب په ترڅ کې رامنځته شوې ده.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د خبر په اساس، پېښه د تهران ښار په جنوب لویدیځه برخه کې شوې. د ژغورنې کارکوونکي د نورو کسانو د موندلو هڅه کوي چې کیدای شي د نړېدلو ودانیو تر خځلو لاندې بند پاتې وي.

د ایران د ایسنا اژانس د راپور لمخې، چارواکو د یوې ودانۍ ړنګول پیل کړل کله چې پنځه نورې ودانۍ هم ونړېدلې.

راپور د پولیسو د یوې بیانیې په حواله ویلي چې نړېدليو ودانیو د “ساختماني خوندیتوب له معیارونو سره سمون نه درلود.”

د تهران ښار یو چارواکي د شنبې په ورځ ویلي وو چې مسئولینو په تېرو دوو کلونو کې تر ۴۶۰۰۰ زیاتې غیر معیاري ودانۍ ړنګې کړې دي.

د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د ایران په جنوب لوېدیځ کې د یوې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې ۴۳ کسان مړه شول.

د خوزستان ولایت په ابدان ښار کې د میټروپول د لس پوړیزې ودانۍ نړېدو په ټول هېواد کې د اداري فساد او بې کفایته چارواکو پر ضد لاریونونه وپارول.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ایران په پایتخت تهران کې د ودانیو نړېدو له امله لږترلږه څلور کسان مړه شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*