ایران کې مېشتې کډوالې ښځې د کارموندنې له ستونزو سره مخ دي

ایران کې

په میلیونونو افغان کډوال په سختو اقتصادي شرایطو کې په ایران کې ژوند کوي او د خپرو شویو شمېرو له مخې شاوخوا یو پر درېیمه برخه یې ښځې دي چې د کار محدود فرصتونه لري.

په ایران کې د ښځو د حقونو یوې فعالې اصفه ستانکزۍ خامه پرېس ته وویل چې په ایران کې غیرقانوني کډوال د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي او د دوی پر وړاندې اصلي محدودیت د زده کړې او کارموندنې بندیز دی.

د ستانکزۍ په وینا، په دغه هېواد کډوالې ښځې تر ډېره په کور دننه کارونو کې بوختې دي، لکه د جامو ګندل. د ښځو د حقونو د دې فعالې په باور د کارموندنې او کلتوري مسلو له محدودیتونو سره تړاو لري.

له بلې خوا «هم مهین» ورځپاڼې د تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړ. «مهاجرې ښځې؛ غیر مرئی کارګران» ټینګار وکړ چې په ایران کې افغان کډوالې ښځې د ځمکې لاندې کارونو کې په ټیټ معاشونو ګمارل کیږي.

د دغه راپور له مخې، د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د افغان کډوالو ښځو راتګ د زده کړو د محدودیتونو له امله ډېر شوی دی.

غیر رسمي احصایې ښيي چې په ایران کې له ۴ تر ۵ میلیونو پورې کډوال چې ۹۰ سلنه یې افغان کډوال دي ژوند کوي چې ۴۱ سلنه یې ښځې دي.

ستانکزۍ همداراز دې ته په اشارې سره چې د کورنۍ محدودیتونو او د کډوالۍ ټولنې په ایران کې د ښځو لپاره ستونزې جوړې کړې دي، ټینګار یې وکړ چې په ایران کې د ښځو لپاره د کار زمینه مناسبه نه ده.

نوموړې زیاتوي، په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې یوازې یو میلیون یې ثبت شوې کډوال دي.

د ښځو د حقونو دغه فعاله په دې باور ده چې د ښځو د مهاجرت یو لامل په افغانستان کې د ښځو لپاره د زده کړو محدودیت او اروپايي هېوادونو ته تګ دی.

هغه زیاتوي چې دغه هېواد د کډوالو ښځو د ستونزو د هواري لپاره هېڅ قانوني بنسټ نشته او یوازې د ملي شورا ریاست او د خلکو شورا په دې برخه کې همکاري کوي.

په همدې حال کې د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې افغان کډوالې ښځې د تولید په برخه کې د پام وړ فعالیت لري، خو افغان کډوالې ښځې لا هم په عامه ډګر کې نه منل کېږي.

د اغلې ستانکزۍ په وینا په ایران کې د بشري حقونو بنسټونو د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره کار نه دی کړی.

د یادولو ده چې ایرانۍ ورځپاڼې د یوې افغان کډوالې مېرمنې ژوند ته اشاره کړې، چې ښيي هغې د خپل ژوند شل کاله په بېلابېلو دندو لکه غالۍ اوبدلو، د ناروغانو پالنه، ساختماني نقاشۍ کې تېر کړي، خو د استوګنځي نشتوالي له امله یې خپله دنده له لاسه ورکړه.

ایران له لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی، او د افغان کډوالو پر کورنیو یې ډېر محدودیتونه لګولي، چې له امله یې دوی له کلونو راهیسې په کمو معاشونو کې سخت کار ته اړ شوي دي.

په همدې حال کې له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو بهېر په زیاتېدو دی او په دې وروستیو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې ایران د پخوا په شان افغان کډوالو ته چوپړتیاوې نه شي برابرولی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ایران کې مېشتې کډوالې ښځې د کارموندنې له ستونزو سره مخ دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*