ایټالیا غواړي په کابل کې سفارتي هڅې پراخې کړي

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي په افغانستان کې د ایټالیا سفارت له چارسمبالې سره په کتنه کې د لویدیځو هېوادونو او اسلامي امارت ترمنځ د تعامل پر پراخوالي ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د ایټالیا سفارت چارسمبالې ویلي، چې دوی غواړي خپل فعالیتونه پراخ کړي او د بشري مرستو ترڅنګ د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره له نړیوال بانک او نورو شریکانو سره کار وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د ایټالیا د سفارت له چارسمبالې او مل پلاوي سره په کتنه کې ویلي، د خبرو اترو دروازه د ټولو هېوادونو پر مخ خلاصه ده او لویدیځ هېوادونه هم کولی شي، چې د افغانستان اړوند ستونزې له اسلامی امارت سره په مستقیمه توګه حل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت څرګندوي؛ په دې کتنه کې د افغانستان په اړه د دوحې د وروستۍ ناستې او د ملګرو ملتونو د راتلونکیو غونډو په اړه هم خبرې وشوې او د اسلامي امارت او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو پر پراختیا هم ټینګار وشو.

امیر خان متقي ویلي، چې له هر هغه فعالیت هرکلی کوي، چې ترې د افغانستان خلکو ته  سوکالي رامنځته کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ایټالیا غواړي په کابل کې سفارتي هڅې پراخې کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*