باجوړ: نن په دوو چاودنو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي، درې ژوبل شوي

باجوړ

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې باجوړ کې نن د شورو- چهارشنبې په ورځ دوې چاودنې شوې دي، چې لږ تر لږه دوه تنه پکې وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي. ذمه واري یې تر اوسه کومې ډلې نه ده منلې.

د باجوړ پوليسو دواړه پېښې تاييد کړي دي.

د چاودنې تازه پېښه مازيګر ناوخته د ماموند تحصيل په ډمه ډوله علاقه کې شوې ده. پوليسو او د ژغورنې ادارې ويلي، په چاودنه کې يو تن وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د وژل شوي تن پېژندګلو د جمعيت علمااسلام ف ګوند د انصارالسلام تنظيم د قبايلي سيمې د پخواني مشر مولانا عبدالسلام پلار ستار خان وژل شوی، او درې تنه نور سخت ژوبل شوي دي.

د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 ويلي، ژوبل کسان د خار روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

د باجوړ ښار ډي اېس پي ستار خان ويلي، د ستار خان زوی مولانا عبدالسلام څه موده وړاندې په يوه چاودنه کې وژل شوی وو.

پوليس ویلي، د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

باجوړ کې نن سهار په خار تحصيل کې په يو ګاډي زوروره چاودنه شوې او د مرسلين په نوم تن پکې وژل شوی وو.

د تازه دواړو پېښو زمه واري چا نه ده منلې، خو له دې وړاندې په باجوړ کې په وروستيو کې د ناامنۍ د زیاتو پېښې زمه وارۍ داعش منلي دي.

باجوړ کې د روان کال جولايۍ په وروستيو کې د جمعيت علمااسلام ف ګوند په يوه غونډه ځانمرګی بريد شوی، د 60 نه زیات کسان پکې وژل شوي وو.

د ياد بريد زمه واري هم داعش منلې وه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "باجوړ: نن په دوو چاودنو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي، درې ژوبل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*