بدخشان کې د روسیې د غورځېدلې الوتکې څلور سپاره ژوندي موندل شوي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د افغانستان د بدخشان په ولایت کې د روسیې د یوې کوچنۍ غورځېدلې الوتکې څلور سپاره ژوندي موندل شوي دي.

د روسیې هوايي ترانسپورت د یکشنبې په ورځ جنوري ۲۱ (سلوغه لومړۍ) وویل چې دا الوتکه د افغانستان په شمال-ختیځ کې په غرونو کې غورځېدلې ده.

د طالبانو ویاند د خپل ایکس په حساب کې لیکلي دي چې دا الوتکه د بدخشان «د کوف آب ولسوالی د ارز کوه پدېو سیمه کې پيدا شوې» ده. هغه لیکلي دي چې «د معلوماتو په اساس د پيلوټ په شمول څلور کسان ژوندي دي» او د پاتې نورو کسانو لټون روان دی.

د باختر اژانس ته په منسوبې فیسبوک پاڼې کې هم لیکل شوي چې د دغې الوتکې «څلور مسافر ژوندي ژغورل شوي او د نورو د موندلو لټون روان» دی.

د روسیې د هوايي ترانسپورت ادارې ویلي چې دا الوتکه له هند څخه اوزبیکستان او روسیې ته روانه وه. د روسیې د «ریانویستي» خبري اژانس راپور ورکړی چې په الوتکې کې دوه مسافر روسان وو چې ښځه او مېړه وو، ښځه یې مریضه وه او مېړه یې الوتکه کرایه کړې وه.

د روسیې د تاس خبري اژانې وايي چې روسي سوداګر که اناتولي ییفسیوکوف او میرمن یې انا ییفیسیوکوف په دغې الوتکې کې ناست وو.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د خپل ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي وو چې د FALCON-10 ډوله شخصي جټ الوتکه ممکن د بدخشان ولایت د کران او منجان او زیباک ولسوالیو په مربوطاتو کې ورکه شوې او غورځیدلې وي.

د هند، چې دغه الوتکه ترې الوتلې وه، د ملکي هوايي چلند ادارې یو مقام ویلي: “دا یوه هندي الوتکه نه ده. کومه الوتکه چې د بدخشان ولایت د زیباک او کران او منجان ولسوالیو په اوږدو کې د توپخانې په غرونو کې پریوتې د مراکش په نښان DF 10 الوتکه ده “

د بدخشان د هندوکش د غرونو لړۍ څه باندې ۲۴۵۰۰ فیټه ارتفاع لري

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بدخشان کې د روسیې د غورځېدلې الوتکې څلور سپاره ژوندي موندل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*