بريتانيا ته پر لاره د ډوبو شويو افغان کډوالو کيسه

بريتانيا ته پر لاره د ډوبو شويو افغان کډوالو کيسه؛ دوې مياشتې وروسته يې مور او پلار د جسدونو ترلاسه کولو پر مهال خبر شول

“شپږ کاله کېږي چې کور ته نه و راغلی، شپږ کاله وروسته يې مړی موږ ته راوړل شو. مور او پلار مو هغه وخت خبر کړل چې د ورور جسد مې په تورخم کې ترلاسه کړ. مور مې د خپل زوی د مرګ خبر په اورېدو بې هوښه شوې وه او روغتون ته يې وړې وه.”

دا د هغه افغان خبرې دي چې ورور يې بريتانیا ته پر لاره انګرېز تنګي کې له پنځو نورو افغانانو سره يو ځای د کډوالو کښتۍ ډوبېدو پېښه کې مړ شو.

د کښتۍ ډوبېدو دغه پېښه څه باندې دوې مياشتې وړاندې د فرانسې او بريتانيا تر منځ انګريز تنګي کې رامنځ ته شوه.

بريتانيا او يو شمېر اروپايي هېوادونو ته د کډوالو د رسېدو يوه قاچاقي لار له سمندرونو تېره ده چې ډېر کله په کې مرګونې پېښې رامنځ ته کېږي. انساني قاچاقبران، کډوال په کوچنيو کښتيو کې لېږدوي چې سپرلۍ يې پر لاره د سمندري څپو، تخنيکي ستونزو او توپانونو له امله د ښه ژوند په لټه د مرګ کومي ته لوېږي.

انګرېز تنګي کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې له مړو شويو دغو شپږو افغان کډوالو يو د بغلان ولايت اوسېدونکی محمد عالم و چې شاوخوا ۲۷ کاله عمر يې درلود.‌

د نوموړي ورور ملک احمدزی له بي بي سي سره په خبرو کې وايي، “کله چې مې ورور د بريتانيا پر لور روانېده، له موږ سره يې خبرې وکړې ويل يې، لندن ته ځم، فرانسه کې کار نشته، تاسو دعا راته کوئ چې دا سفر مې په خیر تېر شي، له مور سره يې هم خبرې وکړې، له هغه يې دعا واخيسته.”

ملک احمدزی وايي، کله چې د کښتۍ ډوبېدو پېښه رامنځ ته شوه، ورور سره یې اړيکه پرې شوه او هېڅ نه پوهېدل چې چېرته دی او څه ورپېښ شوي، “چا به ويل چې روغتون کې دی، چا به ويل چې اوبو کې پاتې دی.”

ملک احمدزی زياتوي، بالاخره یې ځينې لندن مېشتي خپلوان فرانسې ته د موندلو په لټه ورغلل.

نوموړی وايي، خپلوانو ته يې د ورور د بدن ځینې ځانګړې نښې ورښودې، د ده په وينا، “د ورور لاس مې ترېشل وهلی و، په لاس او پښه کي يې د ګنډلو چاپونه او نښې وې، کله چې هغوی په فرانسه کې د مړو ځای ته ورغلل، دی یې له چپ لاس وپېژانده او په ټنډه يې خال و.”

د ملک احمدز‌ي په وينا په ډېره سختۍ او لالهاندۍ یې “نژدې، ۲۵، ۲۶ شپې وروسته د ورور مړی پيدا کړ.”

“د انتظار شېبې قيامت ته ورته وې”

بريتانيا ته
د عکس تشریح، انګرېز تنګي کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې له مړو شويو دغو شپږو افغان کډوالو يو د بغلان ولايت اوسېدونکی محمد عالم و.

ملک احمدزی وايي کله چې د خپل ورور له برخلیکه خبر شول او تر هغه چې دوی ته یې مړی ور رسېده، د انتظار دغه شېبې “قیامت” ته ورته وې.‌

د کښتۍ په ډوبېدو کې د شپږو افغانانو مړي یوې مرستندویې ادارې د دوی کورنیو ته په تورخم کې وسپارل.

له محمد عالم مېرمن او دوه ماشومان پاتې دي، چې عمرونه یې د پنځو او شپږو کلونو دي. کورنۍ یې وايي پر مېرمن يې د مېړه مړينې ډېر ناوړه اغېز کړی او ډېری وخت د خپلو ماشومانو راتلونکي ته اندېښمنه وي.

ملک احمدزی وایي ورور یې له ډېر مجبوریته کډوالۍ ته مخه کړې وه او کله چې له کوره وته، دوی یې ان خبر کړي هم نه و. کورنۍ يې هغه مهال خبره شوه چې هغه ایران ته رسېدلی و. دی وايي ورور یې د ایټالیا اسناد ترلاسه کړي و، خو هلته د کار نشتوالي له امله يې بريتانيا ته د اوښتو تکل وکړ.

په دغه وړه کښتۍ کې ګڼ کسان سپاره وو چې د بريتانيا او فرانسې ساحل ساتونکو شاوخوا ۵۰ تنه وژغورل او شپږه تنه چې ټول افغانان وو په کې مړه شول.

په کښتۍ کې سپور يو بل افغان غيرت بهير نومېده چې د همدې بغلان ولايت اوسېدونکی و، ده هم په دې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د نوموړي ورور محمد اسرار هم د ملک احمدزي په څېر وايي، ورور یې نېستۍ اړ کړ چې پر دې خطرناکه لار تلو ته زړه ښه کړي.

دی وايي، “ورور مې يوازې لومړنۍ ښوونځی لوستی و، هغه مهال پاکستان کې د کډوالۍ پر مهال د اقتصادي ستونزو له کبله يې ښوونځی بشپړ نشوی کړی، بيا وروسته دلته کارونه نه و، ده هم له مجبوريته پرېکړه وکړه چې پر قاچاقي لار بريتانيا ته لاړ شي.”

محمد اسرار وايي په افغانستان کې د ځوانانو په ځانګړې توګه د هغو لپاره چې له زدکړو پاتې دي، د کار او يا هم د حرفوي زدکړو او سوداګرۍ پروګرامونه نشته چې له دې لارې وکولی شي د کار کولو يا کورنۍ سمبالولو جوګه شي.

د سیالۍ ټولنیزه ستونزه

غيرت بهير
د عکس تشریح، په کښتۍ کې سپور يو بل افغان غيرت بهير نومېده چې د بغلان ولايت اوسېدونکی و، ده هم په دې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

محمد اسرار د بې روزګارۍ او نېستۍ تر څنګ د ناوړه سيالۍ په څېر يوې بلې ټولنيزې ستونزې ته هم اشاره کوي او وايي ځوانان پر خطرناکو لارو د بهر تګ ته اړ باسي.

نوموړی وايي، “په ټولنه کې اروپا او لوېديځو هېوادونو ته تګ يو ډول سيالي ګرځېدلې او په قاچاقي لارو تګ اوس ډېر دود شوی.”

دی زياتوي “ډېر خلک د دې پر ځای چې وغواړي ښوونځی ولولي، پوهنتون ته ولاړ شي او يا هم کوم کسب زدکړي او د راتلونکي لپاره يوه سرمايه ځان ته جوړه کړي، دغه مرګونې قاچاقي لاره غوره کوي.”

د بریتانیا د کډوالو شورا د خپل نوي راپور له مخې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې تر ټولو ډېر هغه کسان چې په وړو کښتیو کې له انګرېز تنګي تېر شوي او بریتانیا ته داخل شوي، افغانان دي.

د دغه راپور له مخې، سږ کال ۴۰۶۹ افغان کډوال له دغه تنګي تېر شوي دي.

بريتانيا ته
د عکس تشریح، په وروستيو کلونو کې په افغانستان، منځني او يو شمېر افريقايي هېوادونو کې د اقتصادي، اقليمي او امنیتي ستونزو له کبله د اروپا وچې ته د کډوالۍ پېښې ډېرې شوې دي.

ملک احمدزی او محمد اسرار چې د وروڼو غم پرې لا هم ډېر دروند دی، له ځوانانو غواړي چې د دوی د وروڼو په څېر دې پر ځان داسې مرګونی خطر ونه مني.

د ښاغلي ملک احمدزي په وينا، “که په افغانستان کې د چا ورځ تېرېږي او ګوزاره یې کېږي، بايد په غير قانوني او قاچاقي لارو بهر ته ولاړنشي.”

په وروستيو کلونو کې په افغانستان، منځني او يو شمېر افريقايي هېوادونو کې د اقتصادي، اقليمي او امنیتي ستونزو له کبله د اروپا وچې ته د کډوالۍ پېښې ډېرې شوې دي.

همدا روان کال په څو بېلابېلو پېښو کې اروپا ته د تلونکو کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبې شوې او په کې د سپرو سلګونه کسانو له ډلې ډېرو يې ژوند له لاسه ورکړی چې ډېری يې د افغانستان، پاکستان، ايران، منځني ختيځ او افريقايي هېوادونو وګړي وو.

ملګري ملتونه وايي، سږ کال د اوبو له لارې له ۱۸۰ زرو ډېر کسان اروپا ته اوښتي او کابو ۲۵۰۰ کسان پر دغه لاره سمندر کې ډوب او یا هم لادرکه شوي چې د پام وړ شمېر يې افغانان دي.

دوی ډېر یې د ښه ژوند لپاره خپل وطن پرېږدي خو لکه د محمد ملک احمدزي او محمد اسرار په څېر کورنۍ له دغو کډواليو د ګټو پر ځای د کورنۍ د غړو بايللو درد د ژوند تر پايه ګالي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بريتانيا ته پر لاره د ډوبو شويو افغان کډوالو کيسه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*