په بریتانیا کې ۲۰۰ پناه غوښتونکي ماشومان ورک شوي‌- مقامات  

د بریتانیا د مهاجرت وزیر رابرټ جینریک وايي‌ چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې بریتانیا ته رسېدلي ۲۰۰ ماشومان، چې میندې او پلرونه ورسره نه وو، ورک شوي دي.

نوموړي‌ نن سه شنبه جنوري ۲۴ (سلواغه څلورمه) د بریتانیا پارلمان ته وویل چې په دغو ورکو شویو ماشومانو کې ۱۳ تنه یې تر ۱۶ کالونو کم عمر لري او یوه په کې نجلۍ هم ده.

د «Observe» ورځپانې د یکشنبې په ورځ راپور خپور کړی و چې جنایي ډلې د انګلنډ په جنوب کې د «برایټن» په سیمه کې ځوان پناه غوښتونکي د هوټل له مخ څخه «تښتوي».

فرانس پرس د حکومت سره د کارکوونکې یوې قراردادي سرچېنې په حواله لیکلي‌دي‌ چې « ماشومان د ودانۍ له مخ څخه پورته کېږي،‌ تري تم شي او بیا نه موندل کېږي. قاچاق کوونکي دا ماشومان له سړکونو څخه پورته» کوي.

د پارلمان محافظه کار غړي ټیم لوټن پارلمان ته وویل چې د «سسکس پولیسو ته د دغو ماشومانو د اختطاف» په اړه کوم راپور ورکړل شوی نه دی.

خو د بریتانیا د مهاجرت وزیر وویل چې د ۲۰۲۱ د جولاۍ له میاشتې راهېسې « د ورکې ۴۴۰ پېښې» شوې او ماشومان بېرته خپلو هوټلونو او د اوسېدو ځایونو ته ستانه شوي‌ نه دي.

ښاغلي جینریک وویل چې په هغو هوټلونو کې، چې دا ماشومان اوسېږي، پولیس، نرسان او اجتماعي کارکوونکي موجود وي.

هغه وویل: «امنیتي ساتونکي د پرسونل او ماشومانو د ساتلو او د هرې مشکوکې پېښې په اړه پولیسو ته د راپور ورکولو لپاره هلته شته دي.»

اتیا سلنه ورک شوي ماشومان د البانیا ښودل کېږي. د حکومت د احصایې له مخې هرکال په انګلنډ او ویلس کې د ماشومانو د ساتلو په مرکزونو کې د ورکې څه باندې ۲۰۰۰۰ پېښې ثبت کېږي.

منبع

1 Comment on "په بریتانیا کې ۲۰۰ پناه غوښتونکي ماشومان ورک شوي‌- مقامات  "

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*