بشري حقونو مدافعان: نړۍ دې افغانستان کې شیعه ګانو د وژنو بندیدو لپاره جدي اقدام وکړي

د بشري حقونو د مدافعانو د ټولنې په نوم یوې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې په هدفي وژنو کې شیعه ګان او هزاره ګان په مرموز او سیستماتیک ډول په نښه کیږي.

دغې ټولنې د شنبې د ورځې ناوخته ډسمبردوییم (لیندۍ۱۱) په دې وروستیو ورځو کې د هرات په ولایت کې د ملکي وګړو او د هزاره او شیعه دیني عالمانو په وژنو ژوره اندیښنه ښودلې ده.

یادې ټولنې ویلي چې په افغانستان کې هزاره ګان او شیعه ګان د ډله ییزو او انفرادي وژنو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو سره مخامخ دي، خو د طالبانو حکومت نه ددغو وژنو عاملین اعلان کړي او نه يې هم ددغو بریدو او د وضعیت د مهارولولپاره کوم اقدام کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي: “د بشري حقونو د مدافعانو ټولنه د وضعیت څخه د سخت نفرت په څرګندولو سره د افغانستان په قضیه کې د ټولو شاملو ملي او نړیوالو غاړو څخه غوښتنه کوي چې ددغو انساني ضد کړنو د بندیدو لپاره جدي اقدامات وکړي”.

ټولنې د طالبانو حکومت پوښتلی که دا ډله په دې د ” انساني ضد جنایت” کې لاس نلري، ولي د دغو پیښو د عاملینو د پیژندلو لپاره اقدام نه دی کړی او د خلکو د امنیت د ټینګیدو توان نلري او خلکو ته یې د قناعت وړ ځواب نه دی ورکړی.

همداشان د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې د نسل وژنې د مصداقونو په ګډون د جنګي جنایاتو د څیړلو له کمیټې غوښتي چې افغانستان کې دې د هزاره ګانو او شیعه ګانو د زنځیري وژنو پر وړاندې د عمل ډګر ته راووځي او ددغو ویرونکو جنایاتو د مستند کولو څخه دې ملاتړ وکړي.

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کړي چې په دې وروستیو ورځو کې د هرات په ولایت کې په شیعه ګانو او هزاره ګانو باندې په دوو جلا بریدونو کې نهه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هرات ولایت د جبریل ښارګوټي یو سیمه ییز چارواکي اواوسېدونکو د جمعې په ورځ د ډسمبر په لومړۍ نېټه (لیندۍ ۱۰) وویل چې د ناپېژاندو وسله والو له خوا په یوه رېکشا کې په سپرو دوو شیعه دیني عالمانو باندې د ډزو په پایله کې لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي دي.

د هرات د استخباراتو ریاست یو مقام فرانس پرس ته ویلي، چې دغه برید د ښار په “کوره ملې” سیمه کې شوی، چې په ترڅ کې یې اووه تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی. ځايي خلکو ويلي، چې په وژل شويو کې دوه شيعه ديني عالمان او څلور ښځې هم شاملې دي.

ددې برید دمخه په همدې ښار ګوتي کې د نومبر ۲۳ هم نامعلومو وسله والو د رجب علي اخلاقي او خادم حسین هدایتي په نومونو دوه شیعه عالمان په ډزو ووژل او له هغه ځایه وتښتېدل. دغه دوه عالمان د دغه ولایت د جبریل په ښارګوټي کې د علماوو د شورا غړي وو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د رجب اخلاقي او خادم حسین هدایتي له وژل کېدو وروسته خپله اندېښنه څرګنده کړه او په دې اړه یې د خپلواکو څېړنو غوښتنه وکړه. ریچارډ بینیټ د نومبر ۲۴مه په ایکس ټولنیزه شبکه کې یو پیغام خپور کړ او لیکلي یې دي چې د دې قتل عام عاملین باید د نړیوالو معیارونو سره سم عدالت ته راکش کړل شي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې اړه په ایکس شبکې کې لیکلي: “د بده مرغه نن د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو په یو ترهګریز برید کې د ښځو په ګډون شپږ تنه بې ګناه هیوادوال شهیدان او دوه تنه نور ټپیان شول.”

تر اوسه کومې ډلې د دغو ديني عالمانو د وژنې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى. خو په تېرو وختونو کې د داعش خراسان څانګې پر شیعه مېشتو سیمو او د شیعه مذهبو پر ځایونو د ډېرو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته امنیتي پېښې د پام وړ کمې شوي، خو د داعش خراسان څانګه لا هم په افغانستان کې د یو امنیتي ګواښ په توګه پاتې ده او له دوو کلونو راهیسې د ډېرو چاودنو او نورو امنیتي پېښو مسولیت یې په غاړه اخیستی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بشري حقونو مدافعان: نړۍ دې افغانستان کې شیعه ګانو د وژنو بندیدو لپاره جدي اقدام وکړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*