ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا: پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو پلان لغوه کړي

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شوراد کارپوهانو یوې ډلې په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان څخه غوښتي چې له دغه هېواد څخه دې د ۱.۴ میلیونو افغان کډوالو د ایستلو پریکړهپه بیړني ډول لغوه کړي.

ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د سه شنبې د ورځې ناوخته اکتوبر۱۷( تلې ۲۵) په یوه خبرپاڼه کې د خپلو کارپوهانو له قوله ویلي چې د پاکستان دا پرېکړه به ۱.۴ میلیون افغان کډوال په ځانګړي ډول هغه افغانان زیانمن کړي چې د ژوند د خوندیتوب لپاره پاکستان ته کډه شوي دي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی دی چې هغه څه باندې ۱.۷ میلیون افغان کډوال به د دغه هیواد څخه وایستل شي چې د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي: “مونږ د پاکستان څخه غوښتنه کوو، چې د کډوالو په جبري ډول د نه شړلو د نه تعدیلیدونکي اصل څخه په بشپړ ډول ساتنه وکړي او په ډله ییز او جبري ډول د ستنیدلو مخه دې ونیسي.”

دغو کارپوهانو ویلي چې د پناه غوښتلو د کورنیو قوانینو او مقرراتو نشتون د نړیوالو بشري او د عرفي حقوقي قوانینو له مخې دولتونه د خپلو مسئولیتونو د ساتنې څخه نه شي خلاصولی.

دغو کارپوهانو ویلی، چې په جبري ډول د ستنیدلو ممانعت په څرګنده د شکنجې اونور ظالمانه کړنو، غیر انساني او یا د سپکاوي چلند یا د سزا پر خلاف په کنوانسیون کې شامل دي، چې پاکستان له خوا منل شوی دی.

په دغه خبرپاڼه کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د کارپوهانو هغه لیک ته هم اشاره شوې، چې دغو کارپوهانو د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په میاشت واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته یې پاکستان حکومت ته استولی و او ورڅخه یې غوښتي و، چې افغانان دې له دغه هیواد څخه ونه شړي.

دغو کارپوهانو ویلي: “پاکستان باید ټول جبري ستنول بند کړي.” دغو کارپوهانو ویلي:” همدارنګه مونږ په پاکستان کې ددغه هیواد له خوا د افغانانو د ایستلو د پلان د اعلان راهیسې د میشتو افغانانو د نیولو، او هغوی سره د ناسم چلند په اړه هم اندیښمن یو.”

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا د کارپوهانوپه ډله کې افغانستان لپاره ددغې شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ، د بشري حقونو او کډوالۍ لپاره ددغې شورا ځانګړی راپور ورکوونکی فیلیپو ګونراليز مورالیس او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې د دې شورا ځانګړې راپور ورکوونکې میرمن رییم السلیم هم شامل دي.

پاکستان حکومت لا تراوسه د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د کارپوهانو دغې ډلې څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی.

خو د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د صدراعظم او د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون ددغه حکومت یو شمیر چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې له پاکستان څخه د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۷ میلیونه کډوالو د ایستلو پریکړه به عملي کوي.

دغو چارواکو ویلي، چې داپریکړه یوازې د افغان ګډوالو په اړه نه ده او د نورو هیوادونو اوسیدونکي هم په کې شامل دي، چې په پاکستان کې یې د اوسیدلو قانوني موده پاې ته رسیدلې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا: پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو پلان لغوه کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*