بلوچستان کې امنیتي پېښې؛ پاکستاني سرتېرو او د نفتي توکو کمپنۍ کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بلوچستان ګوادر سیمه کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې لږ تر لږه دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د بلوچستان امنیتي چارواکو ویلي دغه برید کې “د بم شنډونکو پوځیانو ډله په نښه شوې ده.”

دا تېرو څو ورځو کې په ګوادر کې د ناامنۍ دوېمه مرګونې پېښه ده.

تېره اونۍ یو شمېر وسله وال په ګوادر بندر کې د امنيتي ځواکونو يوه کمپلکس ته ننوتي وو او څو ساعته جګړه شوې وه.

د پاکستان د پوځ د خبرپاڼې پر بنسټ په هغې پېښه کې هم دوه پوځيان او اته وسله وال وژل شوي وو.

د دواړو پېښو مسؤوليت د بلوچستان خپلواکۍ پوځ یا ‘بي اېل اې’ په نامه بېلتونپالې ډلې منلی دی.

له دې مخکې پرون د بلوچستان په هرنای ولسوالۍ کې هم یو چاودنې لږ تر لږه یو کس وژلی او ۱۴ نور ژوبل کړي وو.

په سیمه کې د پولیسو یوه ځایي مشر بي بي سي ته د یادې چاودنې له تاید سره ویلي “زیانمن کسان د ماړي پور نفتي موادو یوې کمپنۍ کارکونکي وو.”

جاوېد ډومکي ویلي په چاودنه کې هدف ګرځول شوي کسان په یوه موټر کې د کمپنۍ لخوا یوې سروې ته روان وو چې له چاودنې سره مخ شوي.

هرنای د بلوچستان له مرکز کوټې ۱۸۰ کیلومتره لېرې ختیځ خوا پرته شاته پاتې سیمه ده.

دا د بلوچستان یو له ناامنه سیمو هم بلل کېږي.

د دې پېښې مسولیت چا ندی اخیستی خو په همدې شاوخوا سیمو کې د تېرو ورته پېښو مسولیت تر ډېره بلوڅ ازادي غوښتونکو منلی دی.

پښتونخوا کې سختو ورښتونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

پاکستان

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د تېرو څو ورځو ورښتونو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د رپوټونو پر بنسټ له پرونه راهیسې د سختو بارانونو له کبله لږ تر لږه اووه کسان مړه او نهه نور ژوبل شوي دي.

د ۱۱۲۲ ژغورنډلې د معلوماتو پر بنسټ د ورښتونو له کبله په بېلابېلو پېښو کې د وژل شویو کسانو تر منځه لږ تر لږه ۴ یې له لسو کالونو کم عمره ماشومان دي.

دغو ورښتونو په پېښور، نوښار، شانګله، بنو او باجوړ کې ډېر زیانونه اړولي او ځای ځای په خلکو د کورونو د چت غورځېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

ددې تر څنګ د ځینو دیوالونو او ابادیو نړیدو او کرنیز فصل له منځه تلو هم ویل شوي دي.

پاکستان کې ژغورنډلو د بشپړ چمتوالي ویلي او په خلکو یې غږ کړی چې د اړتیا پر مهال د دوی ۱۱۲۲ وړیا شمېرې سره په اړیکه کې شي.

اخوا د پښتونخوا غرنیزه سیمه کوهستان کې بیا د بارنونو له کبله ځای ځای غر ښویدلی او لارې بندې شوي دي.

پاکستان

د قراقرم لویه لار چې پاکستان کې یوه له بوختو او اوږدو لارو ده د غره ښویدو له کبله لږ تر لږه دوه ځایه بنده شوې چې مسافر یې له ستونزو سره مخ کړي.

عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي ځای ځای په دغه سړک لویې ډبرې پرتې دي چې تګ راتګ یې په بشپړ ډول معطل کړی دی.

پاکستان کې د بي بي سي خبریال وايي د پېښې شاوخوا سیمو کې د موټرو لوی لوی قطارونه ولاړ دي او ځینو مسافرو خو ان تر پنځو ساعتونو انتظار کړی دی.

د ګڼې ګوڼې کمېدو په موخه ترافیک هڅه کوي د قراقرم په سړک تلونکي ګاډي په دیامیر، بشام او مانسهره کې ودروي چېرې چې هوټلونه او نور امکانات شته.

چارواکو له خلکو غوښتي چې که ډېره اړتیا نه وي له سفر دې ډډه وشي.

په پښتونخوا او د پاکستان بېلابېلو نورو سیمو کې د ورښتونو دا لړۍ د مارچ میاشتې له پیل راهیسې پیل شوي چې د رپوټونو پر بنسټ پښتونخوا کې یې تر اوسه له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی دی.

د پښتونخوا تر څنګ بلوچستان او پنجاب کې هم سخت ورښتونه شوي او ویل کېږي کرنې ته یې ډېر زیان اړولی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بلوچستان کې امنیتي پېښې؛ پاکستاني سرتېرو او د نفتي توکو کمپنۍ کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*