بلوچیستان: د دوو پاکستاني پولیسو په ګډون شپږ تنه وژل شوي

د دوو پاکستاني پولیسو په ګډون شپږ تنه وژل شوي
د دوو پاکستاني پولیسو په ګډون شپږ تنه وژل شوي

د پاکستان په جنوب غرب کې په دوو جلاو بمي حملو کې د دوو پولیسو په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي او د پولیسو په ګډون تر لسو ډير کسان ټپيان شوي دي. په پاکستان کې په وروستیو کې د نا امنیو پېښې ډېرې شوي دي.

د آلمان خبري آژانس وايي دوه پاکستاني پولیس تېره شپه د بلوچیستان ایالت په خضدار سیمه کې هغه وخت ووژل شول چې پر موټر باندې ېې یو لګول شوی مقناطيسي ماین وچاودید. د ځايي پولیسو یوه چارواکي د يکشنبې په سهار وويل چې په دغه چاودنه کې دوه نور پولیس سخت ټپيان شوي هم دي.

تر دغې پېښې څو ساعته وروسته، د یکشنبې په سهار، یوه چاودنه د بلوچیستان د بارکهان ولسوالۍ د ګڼې ګوڼې په یوه مارکيټ کې وشوه چې لږ تر لږه څلور کسان په کې ووژل شول. په سېمه کې د پولیسو یوه افسر، سجاد افضل، وویل چې په دغه چاودنه کې لس کسان ټپیان شوي هم دي.

په پاکستان کې تاوتریخوالي تېرکال د اسلام آباد او تی تی بی تر منځ د سولې تر میاشتو بې نتيجې مذاکراتو وروسته زور اخیستی دی. دغه مذاکرات د افغان حکومت د یوی محدودی ډلې په منځګړيتوب ترسره کېدل.

 په وروستيو کې د پاکستان په مهمو ښارونو کې د پر له پسې بریدونو په ادامه، تېره چهارشنبه د پاکستان یو لوړپوړی امنيتي پلاوي د «سختو خبرو» له پاره کابل ته سفر وکړ او له افغان چارواکو سره ېې وکتل.

پاکستان ادعا کوي چې د پاکستان ضد اورپکي په افغانستان کې دي او له هغه ځایه په پاکستان کې خپل بریدونه تنظیموي. د آلمان خبري آژانس په حواله، پاکستاني پلاوي له افغان چارواکو وغوښتل تر څو د دغو اورپکو پر ضد اقدامات وکړي. خو افغان چارواکی بيا تل دغه ډول تورونه ردوي او ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هيڅ هيواد پر ضد نه کارول کيږي.

د افغان حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير امیرخان متقي په پېښور کې د وروستي یوه خونړۍ بريد وروسته د پاکستان د ورته یوې ادعاو په غبرګون کې ويلي وو چې پاکستان دې خپل مشکل په خپله خاوره کې حل کړې او د خپل بام واوره دې د بل په پام نه اوراچوي.

بلوچیستان د پاکستان تر ټولو لوی ایالت دی چې افغانستان او ایران سره ګډې پولې لري. په دغه ایالت کې په منظم ډول د اسلامپاله وسلوالو، مذهبي ډلو او ملتپاله بېلتون غوښتونکو له خوا بریدونه ترسره کیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بلوچیستان: د دوو پاکستاني پولیسو په ګډون شپږ تنه وژل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*