بنیټ: افغانستان کې د بشري حقونو پر وړاندې ګواښونه بیړني حل ته اړتیا لري

ریچارد بنیټ وايي د طالبانو د ځپوونکو پالیسیو او کړنو له امله افغانستان د بشري وضعیت د خرابیدو په ګډون د هممهاله ګواښونو سره مخ دی، چې د معافعیت فرهنګ، روان بشري او اقتصادي بحران، وروستۍ مرګوني زلزلې او پراخه جبري احتمالي ستنیدلو د مخنیوي لپاره په بیړني ‌ډول اقداماتو ته اړتیا لري.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ د سې شنبې په ورځ اکتوبر۲۴ ( لړم دوییم) د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د افغانستان په اړه د خپل وروستی راپور د وړاندې کولو پر مهال د نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانانو سره دې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلي بنیټ وویل: “هلته په توقیف ځایونو کې د شکنجې او غیر انساني چلند پر وړاندې د معافیت کلتور وجود لري همداشان د پخواني رژیم مامورینو او پوځي منسوبینو پر وړاندې د بشري حقونو څخه سرغړونې د سرغړونو د مخنیوي په برخه کې د ژمنو سره سره دوام لري”.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړې راپور ورکوونکي د بشري حقونو د فعالانو په ګډون د هغو افغانانو د نیولو په اړه خبرداری ورکړ چې د سوله ییزو لاریونونو له لارې د بیان د ازادۍ د حق په ګډون د خپلو بشري حقونو څخه کار اخلي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو د زده کړو او د ښځو د زده کړو د بیا پیلیدو په اړتیا باندې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د طالبانو له خوا د پرله پسې څرګندونو سره سره چې دا محدودیتونه یې د لنډ مهال لپاره یاد کړي تراوسه هیڅ کوم اقدام نه دی شوی.

ریچارد بنیټ ویلي، چې د طالبانو اقدامات ممکن د جنسیت پر بنسټ د ځورونې اقدامات لا اضافه کړي.

ښاغلي بنیټ وویل: “سیستماتیک تبعیض،ځپل او د ښځو او نجونو جداوالی د جنسیت پر بنسټ تبعیض د تکامل په حال کې پدیده لا زیاتې څیړنې ته اړتیا لري”.

همداشان ریچارد بنیټ په مساوي ډول د تعلیم مسلې ته هم اشاره کړې او ویلي دي چې پوهنې ته د طالبانو پاملرنه “مدرسو په بڼه” د طالبانو پالیسۍ ته نږدې کول دی چې نه یوازې ماشومان د پراخو مهارتونو او د علم له زده کړو څخه محروموي بلکې د بیکارۍ او لوږې سره هم هغوی مخ کولی شي او کیدای شي د افراطي مفکورو اساس کیږدي او په کور دننه د تروریزم د پراختیدو او د سیمې او نړۍ د بې ثباتۍ ګواښ له ځان سره ولري.

ریچارډ بنیت په داسې حال کې چې د طالبانو له بند څخه د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون د یو شمیر خبریالانو د خوشې کیدلو هرکلی وکړ، خو په عین وخت کې یې خبرداری ورکړ چې دغو نیونو له وړاندې په افغانستان کې د مدني فضا د لا تنګیدو او خرابیدو سره مرسته کړې ده.

ښاغلي بنیټ وویل: “د افغانانو مختلفو ګروپونو راته د وضعیت د عادي کیدو په لور د نړیوالې ټولنې د خوځیدو په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړي دي او دا چې د هغوی د بشري حقونو په برخه کې اندیښنې د پراخه جیو پولیټکل ګټو څخه د ملاتړ له امله څنډې ته کړي دي”.

ریچارډ بنیټ هیله ښودلې چې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه به د افغانانو د بشري حقونو او افغان میرمنو او نجونو د حقونو څخه پریکنده ملاتړ څرګند کړي.

د طالبانو حکومت لا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ د غو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو ددغه حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ اکتوبر۲۳ (لړم اول) په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر “یوناما” راپور رد کړی و او ویلي و، چې یوناما په خپل راپور کې درواغ ویلي دي.

طالبان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي واک ته د رسیدلو سره سم د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او هم یې تیرکال په پوهنتونونو کې هم د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ولګوه. طالبانو د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

ملګري ملتونه وايي، چې طالبانو په تیرو څه باندې دوو کلنو کې د ښځو د حقونو د محدودولو لپاره شاوخوا پنځوس فرمانونه او کړنلارې اعلان کړي چې له امله ښځې او نجونې په ټولنه کې په بشپړ ډول څنډې ته شوي دي. ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو دا اقدامات د ښځو او نجونو پر وړاندې یو سیستماتیک تبعیض ګڼلی دی.

خو طالبانو ویلي، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز هم موقتي دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بنیټ: افغانستان کې د بشري حقونو پر وړاندې ګواښونه بیړني حل ته اړتیا لري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*