بوګټي: له پاکستانه ۹۹ سلنه ایستل شوي کډوال افغانان دي

د پاکستان د لنډمهالي حکومت کورنیو چارو وزیر ویلي چې له دغه هېواده د ایستل شویو کډوالو ۹۹ سلنه افغانان دي.

سرفراز بوګټي له یوې رسنۍ سره په خبرو کې زیاته کړې، چې له دغه هېواده د ناقانونه کډوالو د اېستلو د بهیر له پېلېدو راهیسې له درې سوو زرو زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر، سرفراز بوګټي و ویل: «تر اوسه له درې سوه زرو زیات افغانان چې شمېر یې ښايي تر دې هم لوړ وي، افغانستان ته ستانه کړای شوي دي او د هغوی د اېستلو بهیر به تر یوې بلې میاشتې پورې بشپړ شي. له هېواده د اېستل شویو ناقانوني کډوالو له ډلې چې اسناد یې نه لرل، ۹۹ سلنه یې افغان کډوال وو.»

بل خوا، یو شمېر افغان کډوال چې په پاکستان کې دي، پر هغو هېوادونو او بنسټونو چې د دوی د لېږدولو ژمنه یې کړې وه، نیوکه کوي او وايي چې افغان کډوال دا مهال په پاکستان کې له نامعلوم وضعیت سره مخ دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا غړي، میر احمد رووف و ویل: « د ملګرو ملتونو کډوالي عالي کمیشرنۍ خاموشي، او د افغانانو د ویزو د تمدید برخه کې د دولت د نه پام ترڅنګ نورې هغه ستونزې دي چې د کډوالو ستونزې څو برابره کړي دي.»
په پاکستان کې افغان خبریال، ظاهر بهاند طلوع نیوز ته وویل: «د ورځې او د شپې لخوا پر عملیات کیږي او افغان کډوال په اسانۍ نشي ګرځیدلی.»

که څه هم اسلامي امارت په دې تړاو تردې مهاله څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل یوه عجولانه او نامناسبه پریکړه بللې ده.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «دا چې افغان کډوالو په زور له یو هېواده ایستل کیږي دا د شک پرته چې ظالمانه، بې وخته او یو ځلي کړنه ده چې ګڼې ستونزې یې راپورته کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د لنډمهالي حکومت د شمېرو پر بنسټ، په دغه هېواد کې شاوخوا ۴.۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې ۱.۷ میلیونه یې قانوني اسناد نه لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بوګټي: له پاکستانه ۹۹ سلنه ایستل شوي کډوال افغانان دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*