بي‌بي‌سي اردو د کوټې د پولیسو له قوله: محمدعمرجان اخوندزاده پاکستاني پېژندپاڼه لرله

د هبت الله اخوندزاده د سلاکار محمد عمر جان له وژل کېدو دوه ورځې وروسته، بي‌بي‌سي اردو څانګې د کوټې د پولیسو له خولې ویلي چې هغه پاکستاني پېژندپاڼه لرله.

د کوټې پولیسو ویلي، اخوندزاده د یوه جومات «پخوانی» ملا امام و، د هغه کور د هغه شخصي ملکیت و نه په کرایه ناست و او نه یې هم اجاره ورکوله.
په ټوله کې چې څوک د دغه هېواد تابعیت و نه لري نه شي کولای، دلته ځانته کور واخلي او یا نور ملکیتونه خپل کړي.
د کوټې پولیس چارواکو د بي‌بي‌سي اردو څانګې ته ویلي، د دغه ملا د وژلو د لاملونو په اړه څېړنې روانې دي.
د کوټی یو تن پولیس چارواکي ویلي، محمد عمر جان اخوندزاده د پنجشنبې په شپه د ناپیژانده وسله‌والو له‌خوا په ډزو وژل شوی دی.
د کوټې پولیس وايي، محمدعمرجان اخوندزاده کله چې له جوماته د خپل کور پر لارې روان و څو تنو موټر سایکل سپرو پرې ډزې وکړې او بیا وروسته له سیمې وتښتېدل.
دغه سرچینه وايي، محمدعمر جان اخوندزاده په سینه لګېدلی و او وروسته یې بیا سا ورکړې وه.
د هغو مالوماتو پر بنسټ چې د کوټې پولیسو ورکړي، محمدعمرجان اخوندزاده ۱۵ کاله د دغه ښار په کالي جومات کې امامت کړی.
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د جمعې په ورځ د (وري ۳۱مه) پر اېکس پاڼه د طالبانو په رسمي خبرپاڼه کې د محمد عمرجان اخوندزاده پر مړینه خواشیني ښودلې وه.
د طالبانو ویاند او نورو طالب چارواکو د دې په اړه چې نوموړی د چا له‌خوا، څنګه او چېرته وژل شوی ډېر توضیحات نه دي ورکړي.
د کوټې د پولیسو ویاند د محمد عمرجان اخوندزاده او طالبانو تر منځ د تړاو په اړه ناخبري ښودلې.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون هم د دغې ډلې رسمي وینا خپره کړې، چې په کې د محمد عمر اخوندزاده وژنه غندل شوې او هغه یې «ستر جنایت» بللی و.
تر دې مهاله هیڅ یوې ډلې د طالبانو د دغه چارواکي د وژلو پړه نه ده منلې.
دولتي راډیو ټلویزیون په رسمي توګه د محمدعمرجان اخندزاده څخه د طالبانو د نظارت د ادارې د غړي او په کندهار کې د جهادي مدرسې د ښوونکي په توګه یادونه کړې؛ خو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته هغه د طالبانو مشر ته د باوري او نږدې کس په نوم یاد کړی دی.
د افغانستان انټرنشنل د سرچینو په وینا، محمدعمرجان د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده سلاکار و.

هغه په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د دیني مدرسو د جوړولو ترڅنګ، د کوټې د شورا د رهبرۍ لوړپوړی غړی پاتې شوی.
طالبانو په افغانستان کې د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته د کندهار ولایت «میخانیکي لېسه» په جهادي مدرسې واړوله او مولوي محمدعمراخندزاده د دغې مدرسې مشر وټاکل شو.
دغه مدرسه د مندیګک ماڼۍ ته نږدې پرته ده؛ هلته چې په کندهار کې سرچېنې وايي د طالبانو مشر ترېنه د دفتر په توګه کار اخلي.
د افغانستان انټرنشنل سرچېنې وايي، هبت‌الله اخوندزاده خپلې ډېرې غونډې به د دغه «شیخ‌الحدیث» له‌خوا د څو ایتونو په قرائتولو سره پیلولې.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "بي‌بي‌سي اردو د کوټې د پولیسو له قوله: محمدعمرجان اخوندزاده پاکستاني پېژندپاڼه لرله"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*