تام ویسټ د افغان کډوالو په ګډون د یو لړ مسلو په سر خبرو لپاره سیمې ته سفر کړی

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی توماس ویسټ ویلي چې د افغان کډوالو په ګډون په یولړ مسلو د خبرو لپاره پاکستان او د سیمې هیوادونو ته یې سفر پیل کړی دی.

توماس ویسټ د چهارشنبې په ورځ ډسمبرشپږم (لیندۍ ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د روانې میاشتې ډسمبر له پنځمې څخه تر ۱۵ پورې به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته لاړ شي.

ښاغلي ویسټ لیکلي:” له مهمو شریکانو سره پر ګډو امنیتي ګټو، د کډوالو د خوندیتوب او بیا میشتیدنې، بشري اړتیاوو، بشري حقونو، او اقتصادي مسایلو خبرو ته په تمه یم.”

تیره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ به د ډسمبر د اوم او نهم پورې پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.

توماس ویسټ په داسې حال کې سیمې او په ځانګړي ډول پاکستان ته سفر کوي چې همدا اوس د کډوالوپه چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله جولیټا ولاس نویس په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو سره د افغان دګډوالو په ګډون په یو لړ مسلو په خبرو بوخته ده.

جولیټا والز نویس د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي آصف دراني سره یې کتلي دي.

میرمن نویس لیکلي، ” خوښه یم چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي آصف دراني سره مې نن وکتل او د افغان کډوالو، خوندیتوب او بیا میشت کیدو په هکله مې ورسره خبرې وکړلې.”

ښاغلي دراني هم د اکس په ټولنیزې شبکې کې نور جزیات ندي ورکړي خو یوازې دومره یې ویلي چې د امریکایي پلاوي سره یې د افغان کډوالو او بیا میشت کیدو اړوندو موضوعاتو خبرې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پلاوی به د ډسمبرد میاشتې له څلورمې څخه تر اوومې پورې د پاکستاني چارواکو سره د خبرو ترڅنګ د غیردولتي موسسو او نړیوالو ادارو د چارواکو سره په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا میشتیدو اړوند مسلو خبرې کوي.

پاکستان حکومت د اکتوبر په درییمه په دغه هیواد کې میشتو ۱.۷ میلیونه غیرقانوني کډوالو ته چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د نومبر تر لومړۍ ورځې مهلت ورکړ چې له دغه هیواد څخه خپلو هیوادونو ته ستانه شي او که نه د ټاکلې مودې د پوره کیدو وروسته به ونیول شي او له دغه هیواد څخه به وشړل شي.

د پاکستان د حکومت په دې پریکړې کې هغه شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال هم شامل دي چې اکثرو یې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته له افغانستان څخه د طالبانو د غچ اخیستلو د اندیښنو له امله دغه هیواد ته کډه کړې ده.

ددغو افغانانو اکثریت په پاکستاني ویزو دغه هیواد ته سفر کړی خو اوس یې د اوسیدانې د ویزو قانوني موده پای ته رسیدلې او افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

د رپوټونو له مخې ددغه شمیر شاوخوا ۲۵ زره افغانان په پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو ته د تللو لپاره د سفر ویزو ته په تمه دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تام ویسټ د افغان کډوالو په ګډون د یو لړ مسلو په سر خبرو لپاره سیمې ته سفر کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*