تحلیلګران: د دوحې غونډه د افغانستان په هکله ‘ګټورو خبرو’ لپاره یو فرصت دی

ټاکل شوې چې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو لخوا رابلل شوې دوه ورځنۍ غونډه یکشنبه فبروري ۱۸ (سلواغې ۲۹) د قطر په پایتخت دوحې کې پیل شي چې د افغانستان د چارو تحلیلګرانو د افغانستان د اوسنیو چارواکو (طالبانو) او نړیوالې ټولنې تر منځ د ګټورو خبرو لپاره یو فرصت بللی.

سره لدې چې طالبانو پدې غونډې کې د ګډون څخه ډډه کړې او د خپل ګډون لپاره یې شرایط ایښي خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداماچي یاماماتو د دوحې غونډه د افغانستان لپاره یو “غوره فرصت” بللی.

ښاغلي یاماماتو امریکا غږ ته وویل چې پدې غونډې کې د طالبانو ګډون مهم دی ځکه چې د ګټورو خبرو لپاره یو فرصت دی.

هغه ویلي، “مهمه ده چې طالبان درک کړي چې دې غونډې ته د ګډون بلنې ورکول پخپله ښیي چې نړیواله ټولنه د طالبانو سره تعامل ته څومره ارزښت ورکوي”.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت شنبه ناوخته په یوې اعلامیې کې چې د اکس په ټولنیزې شبکې کې یې خپره کړې ویلي چې دا ډله یوازې په هغه صورت کې پدې غونډې کې ګډون کوي چې د افغانستان د یوازیني رسمي استازي په توګه ومنل شي.

د وزارت په اعلامیې کې راغلي، ” د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته واضحه کړې چې که اسلامي امارت د یواځیني مسؤول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو تر منځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي نو ګډون به ګټور وي خو پدې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت لخوا بې نتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو”.

طالبان د تیر کال مې په میاشت کې دیته ورته یوې غونډې کې نه و بلل شوي. دوي په هغه وخت کې ویلي و چې د ګډون پرته یې دا غونډه ګټوره نده.

د افغانستان د مخکني حکومت د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وایي دا عجیبه ده چې طالبانو پدې غونډې کې د خپل ګډون لپاره شرایط ټاکلي دي.

ښاغلي بشردوست امریکا غږ سره په مرکې کې وویل ښایي طالبان دا ویره ولري چې پدې غونډې کې د هغوي سیاسي او وسله وال مخالفین هم ګډون کوي او دا به طالبانو ته “یوه مهمه ضربه” وي. ښاغلی بشردوست زیاتوي چې د طالبانو ټینګار دا دی چې په ټول افغانستان کنټرول لري او واکمنۍ ته یې هیڅ مخالفت نشته.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ او د میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري به په دوحې کې د افغانستان په هکله په نړیوالې غونډې کې برخه واخلي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تیر کال په پای کې د افغانستان لپاره د یو ځانګړي استازي د ټاکل کېدو او د طالبانو سره د تعامل په اړه وړاندیز تصویب کړ. دا وړاندیز د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي سينيرلي اوغلو کړی و.

د امریکا یو پخوانی دیپلومات بارنیټ روبین چې د افغانستان د چارو په هکله معلومات لري وایي چې طالبان ځکه د ځانګړي استازي سره مخالفت ښیي چې د هغوي په باور “دا شان خبرې اترې ضروري او د هغوي په خوښه ندي”.

ښاغلي روبین همدارنګه وویل چې طالبان فکر کوي نوی استازی ښایي طالبان سیاسي خبرو اته وهڅوي او دا به د ټولشمول حکومت جوړیدل وي.

د طالبانو په سرپرست حکومت کې هیڅ میرمن نشته او د متحده ایالاتو دا پخوانی ديپلومات وایي چې طالبان غواړي ټول له دوي سره وي او له همدې کبله د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سره مخالفت ښیي.

د ۲۰۲۱ کال راپدیخوا چې طالبان په افغانستان کې د دویم ځل لپاره واک ته رسیدلي، تر اوسه د دې ډلې سرپرست حکومت هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

سره لدې چې ډیری هیوادونه په افغانستان کې سفارتونه او سیاسي استازولۍ لري او بهرني چارواکي هم په منظمه توګه د طالبانو سره ګوري خو چین یوازینی هیواد دی چې تر دې دمه یې د طالبانو سفیر منلی او خپل سفیر یې هم کابل ته استولی دی.

چین پدې ټینګار کوي چې لا یې هم د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

نړیواله ټولنه وایي که طالبان غواړي چې په رسمیت وپیژندل شي، باید داسې حکومت جوړ کړي چې ټولو ته پکې برخه ورکړل شوي وي او د میرمنو او نجونو پ کار او تعلیم لګول شوي بندیزنه هم باید لیرې کړي.

روبین وایي چې طالبانو وار د مخه د سیمې یو شمیر هیوادونو سره پرته لدې چې په رسمیت وپیژندل شي، اړیکې جوړې کړي او له همدې کبله نړیوالې ټولنې ته د امتیاز ورکولو ته اړتیا نه ګوري.

نړیوالې ټولنې طالبانو ته د رسمیت پیژندلو لپاره دا شرط هم ایښی چې د میرمنو او نجونو په ګډون به د بشري حقونو درناوی کوي او د ترهګرۍ ضد مبارزې کې به خپلې ژمنې پر ځای کوي.

خو د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو پخوانی سفیر ریان کراکر وایي چې طالبانو خپله یوه ژمنه هم ندی عملي کړي.

ښاغلي کراکر امریکا غږ ته وویل چې نړیواله ټولنه باید طالبانو ته روښانه کړي چې په رسمیت پیژندلو او مشروعیت وړ ندي ځکه چې د هغه په قول طالبان د یو نامشروع رژیم په شان عمل کوي.

د متحده ایالاتو دې جګپوړي دیپلومات همدارنګه وویل هیڅ یو هیواد دا نشي توجیه کولی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

طالبان د خپل حکومت په کړنو انتقادونه نه مني او د غرب تبلیغات یې بولي. هغوي استدلال کوي چې حکومت یې د افغان کلتور او شریعت سره برابر دی او پدې برخې کې هیڅ جوړجاړی نه مني. دوحې

منبع

لومړی نظر وکړئ on "تحلیلګران: د دوحې غونډه د افغانستان په هکله ‘ګټورو خبرو’ لپاره یو فرصت دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*