ترافيکي پېښه کې ۱۰ هندو زیارت کونکي مړه او ۵۵ ټپیان شوي

ترافيکي پېښه کې ۱۰ هندو زیارت کونکي مړه او ۵۵ ټپیان شوي
ترافيکي پېښه کې ۱۰ هندو زیارت کونکي مړه او ۵۵ ټپیان شوي

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې يو سروس موټر چې هندو زيارت کوونکي پکې سپارل وو، د لوېې لارې د یو پل په سر تر ښویدو وروسته خوړ ته غورځېدلی دی. چارواکي وايي چې په دې پيښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه او ۵۵ نور ټپان شوي دي.

پولیس وايي په دغه بس کې زیارت کونکي سپاره ول چې د هیماليا سیمې پر یوه لویه لار د یوه پله په سر تر ښوېدو وروسته خوړ ته وغورځېد.

د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، پولیس وايی چې دغه بس د شمالي ایالت پنجاب له امرستر ښار څخه د کترا ښارګوټي ته په لاره وو چې جمو ښار ته نژدې له دغې پېښې سره مخ شو. د ځایي پولیسو يوه افسر، چندن کوهلي، وويل چې مړه شوي کسان د شرقي ایالت بیهار اوسيدونکي ول.

په کترا کې واقع د وایشنو ديوي (Vaishno Devi) مندر په هندوانو کې د ډېره درناوي وړ گڼل کيږي او هر کال په سلونو زره خلک دغه مندر ته ورځي.

تر پېښې وروسته چارواکو او د سيمې اوسيدونکو د پېښې ځای ته ځانونه ورسول او د ژغورنې عمليات ېې پيل کړل. زیاته شوې چې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او تر درملنې لاندې نيول شوي دي.

پر ټولنیزې رسنۍ، یوټيوب کې یوه ويډيو چې ښکاري څو ساعته مخکې خپره شوې، ښودل کيږي چې یو بس موټر د پله لاندې په بل اړخ پروت دی او اطرافو ته ېې پولیس او ملکيان راټول شوي دي. ویل شوي چې په بس کې ۷۵ کسان سپاره ول.

هندوستان د نړۍ يو له هغو هیوادونو څخه دی چې په ترافيکي پېښو کې د مرګ ژوبله لوړ ګراف لري چې هرکال په کې په سلونو زره خلک مړه او ټپيان کيږي. د ترافيکي پېښو عمده لاملونه، د موټرچلونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د موټرو زوړوالی ښودل کيږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ترافيکي پېښه کې ۱۰ هندو زیارت کونکي مړه او ۵۵ ټپیان شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*