جنرال منیر په افغانستان کې د تروریستي ډلو په پټنځایونو او ازاد فعالیت باندې اندیښنه ښودلې

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر یو ځل بیا په افغانستان کې تروریستي ډلو د پټنځایونواو په ازاد ډول د دغو ډلو فعالیتونو باندې ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې پوځ به یې ددغو ډلو له منځه وړلو او خپلو خلکو د ساتلو لپاره د هیڅ ډول هڅو څخه ډډه ونکړي.

جنرال منیر د دوشنبې په ورځ اګست اووم (زمری۱۶) د پیښور په بالاحصار کې یوې غونډې ته په وینا کې یوځل بیا د افغانستان حکومت باندې ددغه هیواد مخالفو وسله والو ته د پناه او په ازاد ډول د فعالیت د اجازې د ورکولو تور ولګوه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د جنرال منیرله قوله ویل شوي:” پاکستان د افغانستان په خاوره کې هغو ډلو ته چې بندیز پرې لګول شوی د پناه ځایونو په ورکولو او په ازاد ډول د دغو ډلو په اقداماتو باندې اندیښمن دی”.

جنرال منیروویل، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه به ددغو تروریستي ډلو له منځه وړلو او د خپلو خلکو د ساتلو لپاره په ټول توان سره هڅې وکړي.

همداشان جنرال منیر په پاکستان کې په تروریستي فعالیتونو کې د افغانانو په ښکیلتیا باندې یو ځل بیا اندیښنه وښودله او ویې ویل، چې په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغانانو ښکیلتیا د سیمې ثبات ته زیان رسوي . هغه وویل،چې دا ډول اقدامات د دوحې له هوکړې څخه سرغړونه ده.

جنرال منیر وویل، په پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره هېڅ ځای نشته دی.

ذبیح الله مجاهد ویلي و: “اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي. که کومه اندېښنه وي، د اسلامي امارت له مسؤلینو سره دې مخامخ شریکه شي، نه دا چې په رسنیو کې بې بنسټه ادعاوې وکړي او د خلکو ذهنونه مغشوش کړي. ښکاره ده چې دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو او خلکو په ګټه نه دي”.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري تیره اونۍ په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د وینا ګواښ وکړ چې که د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د کیدونکو ترهګریزو بریدونو مخه ونه نیول شي نو پاکستان بیا دا اختیار لري چې په ترهګرو پسې افغانستان ته ننوځي.

د عمران خان په خبره، د افغانستان دننه د ترهګرو خلاف د عملیاتو کولو په اړه د بلاول بوټو زرداري ګواښونه په پاکستان کې د ترهګرۍ ستونزه نه هواروي بلکې له امله یې د کابل او اسلام اباد اړیکې نورې هم خړې پړې کیږي.

د پاکستان د پوځ مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په دغه هیواد کې یو لوړ پوړي چارواکي امریکا غږ ته ویلي‌ دي چې هبت الله اخندزاده د سرحد په پورې غاړې او په پاکستان کې بریدونه “حرام” بللي دي.

دغه چارواکي، چې نهغواړي نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته ویلي دي، چې دا مسئله کابل ته د اسلام اباد څخه د ورغلي پلاوي سره په خبرو کې مطرح شوې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ یو پلاوی څه موده مخکې کابل ته ولاړ او هلته یې له طالب مقاماتو سره خبرې وکړې.

د دغو غونډو په اړه باخبرې سرچېنې امریکا غږ ته ویلي چې په غونډو کې په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو “ټي ټي پي” د بریدونو او په افغانستان کې د “هغوی د موجودیت” په اړه بحثونه وشول.

تیره میاشت د پاکستان پلاوی له هغه وروسته کابل ته ولاړ چې په پاکستان کې بریدونه زیات شول او پاکستاني طالبانو د اکثر دغو بریدونو مسئولیت په خپله غاړه واخیست.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "جنرال منیر په افغانستان کې د تروریستي ډلو په پټنځایونو او ازاد فعالیت باندې اندیښنه ښودلې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*