ترکيې له داعش سره د همکارۍ په شک ۱۸۹ کسان نیولي 

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ، ډسمبر ۳۰ (مرغومی نهمه) وویل چې د دغه هېواد امنیتي مؤظفینو د نوي کال له نمانځنې مخکې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش له ترهګرې ډلې سره د تړاو په تور لسګونه شکمن کسان نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې “اتلان -۳۸” په نوم دغه عملیاتو کې چې د استانبول په ګډون د ترکیې په ۳۷ ښارونو کې ترسره شوي، ۱۸۹ شکمن کسان نیول شوي دي.

ښاغلي یرلیکایا وویل، چې ۲۷ تنه شکمن کسان یواځې د ترکیې په پلازمینه انقره کې او ۲۲ تنه په استانبول کې نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه هیواد کښې به ترهګرو ته هیڅ فرصت ورنکړل شی او ټینګار یې وکړ چې د امنیتی ځواکونو په هلوځلو سره به له داعش سره د ترکیې مبارزه له خنډ او ځنډ پرته دوام ولری.

ترکیې په وروستیو میاشتو کې د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی دی. داعش په ترکیه کې د یو شمیر وژونکو بریدونو مسؤولیت په غاړه اخیستی دی چې په کې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه په استانبول کې پر یو نڅاخونې برید هم شامل دی چې له امله یې۳۹ تنه وژل شوي وو.

همدارنګه د ترکیې امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ،‌ ډسمبر ۲۹مه، د داعش د دریو جګپوړو غړو په ګډون چې په کلیساګانو او عبادتځایونو او همدارنګه د عراق پر سفارت د بریدونو پلان درلود، ۳۲ شکمن کسان ونیول.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ترکيې له داعش سره د همکارۍ په شک ۱۸۹ کسان نیولي "

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*