د تورخم لار نن بیرته د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه

د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې د تورخم لارد شاوخوا لس ورځو بندیدو وروسته د سه شنبې د سهار په اتو بجو د جنورۍ ۲۳(سلواغې درییم) د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوې ده.

د تورخم په سرحدي سیمه کې د طالبانو د حکومت کمیسار ملا عبدالجبار حکمت د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس ته ددغې لارې پرانیستل تائید کړي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي:”دغه لار یوولس ورځې وړاندې پاکستاني لوري د لویو موټرو پر مخ تړلې وه. دوی له موټرچلوونکو او کلنډرانو څخه د ویزې غوښتنه کوله، چې وروسته بیا افغان لوري (طالبانو) هم په ورته اقدام لاس پورې کړ.اوس نن سهار دا لاره د هر ډول تګ – راتګ پرمخ په عادي ډول پرانیستل شوه.”

د پاکستان حکومت د جنورۍ ۱۳( مرغومې ۲۳) د تورخم سرحدي لار د ترانزیټي مالونو د تګ راتګ پرمخ تړلې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د جنورۍ ۱۸ ( مرغومې ۲۸) اسلام اباد کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي و، چې د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم تګ راتګ باید د پاسپورت او ویزې پراساس وشي.

میرمن ممتاز زهره بلوڅ وویل چې په ټوله نړۍ کې د سفر لپاره د پاسپورټ او ویزې څخه کار اخیستل کیږي او پاکستان اوس دا ډاډ ترلاسه کول غواړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ د پاسپورټ او ویزې پراساس ترسره شي.

میرمن بلوڅ وویل: “مونږ هیله لرو چې زمونږ افغان ګاونډیان کله چې پاکستان ته سفر کوي د معتبرو اسنادو اهمیت درک کړي”.

تراوسه نه د طالبانو حکومت او نه هم پاکستاني چارواکو په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی چې دا لارد کومو نویو شرایطو پر اساس خلاصه شوې ده او که د پخوا په څیر پاکستان حکومت د ترانزیټي موټرو افغان چلوونکو ته دغه هیواد ته د پاسپورټ او ویزې پرته د سفر اجازه ورکړې ده.

دمخه افغان موټر چلوونکو به د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پیښور پورې او پاکستاني موټر چلوونکو به د ننګرهار ولایت مرکز د جلال اباد ښار پورې پرته د پاسپورټ او ویزو سفر کوه.

د افغانستان او پاکستان د سووداګرۍ د ګډې خونې چارواکو ویلي چې د لارې د بندیدو له امله د دواړو هیوادونو سوداګرو ته په میلیونونوډالره تاوان رسیدلی دی.

ددې لارې د بندیدو وروسته د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا د هیوادونو او پاکستان ترمنځ د ترانزیټي مالونو تګ راتګ هم بند شوی وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د تورخم لار نن بیرته د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*