جاپان له افغانستان سره د څه باندې ۵۸ میلیونو ډالره نوې مرسته اعلان کړې

کابل کې د جاپان سفارت ویلی چې د افغانانو د بشري لومړینو اړتیاو د پوره کولو لپاره د ۵۸.۴ میلیونو امریکايي ډالرو دا نوې مرسته به ددغه هیواد غیر حکومتي موسسو او د ملګروملتونو د ادارو له لارې په مصرف ورسیږي.

د جاپان سفارت د دوشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې هیله یې داده چې دا مرسته به د افغانانو د عزتمند او پر ځان بسیا ژوند په دوام او ښه والي کې مرسته وکړي.

کابل کې د جاپان سفارت ویلی:” مونږ به دا مرستې د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو سازمانونو او جاپاني غیر دولتي موسسو له لارې ورسوو. ددی ۵۸.۴ میلیونو ډالرو مرستی سره، د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې افغانستان ته د جاپان مجموعي مرستې به ۴۴۷ میلیونو ډالرو ته ورسیږي”.

جاپان ددغې مرستې اعلان په داسې حال کې کړی چې نن د ډسمبر څلورمه د تیتسو ناکامورا څلورم تلین دی. ډاکتر تیتسو ناکامورا د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۴ د ننګرهارمرکز جلال اباد کې د ناپیژاندو وسله والو له خوا په یو برید وژل شوی و.

کابل کې د جاپان سفارت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې که څه هم هغه نور په دې نړۍ کې نشته، خو د هغه پروژې د هغه د افغان او جاپاني همکارانو له خوا دوام لري.

د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه جاپان افغانستان سره په څو سترو مرسته کوونکو هیوادونو کې شامل و، چې د رپوټونو له مخې دغه هیواد د ۲۰۰۱ کال څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست تر میاشتې افغانستان سره ۶.۹ میلیاردو ډالرو مرستې کړې وې چې تر ډیره ددغو مرستو څخه د بشري خوندیتوب په برخو کې لکه روغتیا، پوهنه او کلیو د پراختیا اړوند پروژو د تمویل لپاره کار اخیستل شوی وو.

جاپان افغانستان سره ددغې تازه مرستې اعلان په داسې حال کې کړی چې د یوې خوا واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې کمې شوي او د بلې خوا دا هیواد د پرله پسې طبیعي ناورینونو سره مخ دی.

ملګري ملتونه وايي چې د دریو پرله پسې کلنو لپاره وچکالۍ د افغانستان اکثره سیمې ځپلي چې له امله یې د کرهڼې سکټور ډیر زیات زیانمن شوی دی. ددې سربیره د زلزلو او له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو ډله ییز ستنیدلو هم په دغه هیواد کې اقتصادي بحران پراخه کړی دی.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم له بدلون سره مخامخ دي او په دې برخه کې د پام وړ چمتووالی نه لري.

یوناما د جمعې په ورځ د ډسمبر لومړۍ (لیندۍ ۱۰) په یوې اعلامیې کې ویلي چې اقلیم اغیزې او فشارونه د میلیونونو افغانانو په ورځني ژوند اغیز کوي.

د یوناما داعلامیې له مخې، نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د دوو خونړیو زلزلو په ګډون د دریو کلونو پرله پسې وچکالۍ، اقتصادي فشارونو او نورو طبیعي پېښو له امله د خوراکي توکو د کمښت له بېړني حالت سره مخامخ دي.

ملګري ملتونه وايي، د اقلیم بدلون په ټولنه کې د ډېرو زیان منونکو خلکو پر روغتیا اغېز کړی او د بې وزلۍ، مهاجرت او بې ځایه کیدو لامل شوی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "جاپان له افغانستان سره د څه باندې ۵۸ میلیونو ډالره نوې مرسته اعلان کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*