جاپان د افغان میرمنو ځواکمنیدو لپاره یوه دوه کلنه پروژه پیل کړې

په افغانستان کې د خصوصي سکټور له لارې د جاپان د حکومت په ملاتړ د ښځو د اقتصاد د پیاوړي کیدو لپاره یې یوه دوه کلنه پروژه پیل کړې ده.

د ملګروملتونو دغه ادارې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر۱۱ (تلې ۱۹) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پروژه د جاپان د نړیوالې همکارۍ د ادارې “جایکا” د لسو میلیونو ډالرو څخه تمویل او تطبیق کیږي.

ددغې پروژې له لارې به د افغانستان په اوو ولایتونو کې مالي منابعو ته د هغو ښځو لاس رسي کې ښه والی راشي، چې ښځو ته کارونه پیدا کوي او هم ښځو ته به د بازار موندنې او د کار او کسب په برخه کې مرسته وکړي.

ټاکل شوې چې ددغې پروژې له لارې به د کونړ، لوګر، کندهار، زابل، بغلان، کندز او کاپیسا په ولایتونو کې ۱۴۰۰ ښځو سره مرسته وشي.

د ملګروملتونو پراختیایي پروګرام (یو این ډي پي) وايي، چې دغه ولایتونه په کاروبار کې د ښځو د ونډې، امنیتي وضعیت او محدودو محدودیتونو ته په کتنې ددې پروژې لپاره غوره شوي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:” ددې پروژې هدف د هغو ښځو اقتصادي فعالیتونو پیاوړي کیدل او ځواکمنیدل دي، چې خپلو کورنیو ته د مرستې او د خپلو ټولنو د اقتصادي وضعیت د ښه کیدو لپاره ورته اړتیا لري.”

افغانستان لپاره د جاپان سفیر اکاشي اوکادا ددې پروژې د لاسلیک په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې دا پروژه د جاپان د نړیوالې همکارۍ د اوږدې مودې لومړیتوبونو سره سمون لري.

نوموړي ویلي:” مونږ باور لرو، چې دا پروژه زمونږ د تیر ملاتړ پر اساس جوړه شوې او په اقتصادي بُعد کې د ښځو د مشارکت لپاره زیات فرصتونه رامنځ ته کوي.”

د جاپان سفیر ویلي، چې د کارونو رامنځ ته کول د سیمې اوسیدونکو ته شغل او فرصتونه رامنځ ته کوي او دا فعالیتونه د ټولې ټولنې په ګټه دي.

افغانستان کې د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام استازي سټیفن روډریکوز ویلي، چې دا پروژه د ښځو څخه د ملاتړ لپاره افغانستان کې د ځینو ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي ستونزو له امله چې ښځې ورسره مخ دي اهمیت لري.

ښاغلي روډریکوز ویلي:” افغانستان کې ملګري ملتونه مرستو چمتو کولو، د ښځو د حقونو څخه ملاتړ او د هغوی د اقتصادي ځواکمنتیا او په ټولنه کې د هغوی استازیتوب لرلو ته ژمن دي.”

د ملګروملتونو دغه اداره وايي، چې اوس مهال افغان میرمنې خپلو حقونو ته د لاس رسي څخه بې برخې شوې دي او په کار کې د ښځو ونډه او په اقتصادي برخه کې د هغوی ګډون ډیر محدود شوی دی.

ددغې ادارې په باور کله، چې اقتصاد تر فشار لاندې راشي په ټولنه کې د زیانونو څخه اغیزمنتیا هم زیاتیږي.

د اقتصادي پلوه ښځو د ځواکمنولو دا پروژه په داسې حال کې پلي کیږي، چې په افغانستان کې په تیرو دوو کلونو کې د ښځو اقتصادي وضعیت ډیر خراب شوی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "جاپان د افغان میرمنو ځواکمنیدو لپاره یوه دوه کلنه پروژه پیل کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*