له پاکستان څخه زرګونه افغان کډوال تش لاس ایستل کیږي – د خوړو نړیوال پروګرام

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو او د هغوی د ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښنې ورځ تر بلې ډېریږي. خوړو نړیوال پروګرام

د خوړو نړیوال پروګرام ويلي، چې زرګونه کسان تش لاس افغانستان ته جبري راستانه شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام پرون (چارشنبه د مرغومې ۶ ) د یوه افغان کډوال ویډیو خپره کړې، چې د څرګندونو له مخې یې له ۱۴ کلن مهاجرت وروسته راوشړل شو.

دغه کډوال د نوم له اخیستو پرته څرګنده کړې: مونږ له پاکستان څخه څه نه‌دي راوړي؛ یوه یا دوه کمبلې مو راوړې دي. مونږ نور څه نه‌دي راوړي. اوس مونږ نه پوهیږو، چې څه وکړو. داسې کار نه‌شته، چې مونږ یې وکړو.

د روان کال په نوامبر میاشت کې د پاکستان لنډمهالي حکومت په رسمي ډول څه باندې یو میلیون او اووه سوه زره بې اسناده افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړ.

د ملګرو ملتونو او د ژغورنې نړیوالې کمیټې د څرګندونو له مخې؛ په تېرو دوه میاشتو کې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته جبري ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي پرون د پخواني شوروي د سرو لښکرو د یرغل د ۴۴ کلیزې په جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې اته سوه زره افغان کډوال له ګاونډ هېوادونو څخه جبري ایستل شوي، چې اسلامي امارت یې ښه مدیریت وکړ.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني ویلي، چې هېوادونه باید له افغان کډوالو سره د نړیوالو معیارونو پر بنسټ چلند وکړي.

هغه ويلي: افغان کډوال د یوې میاشتې په اوږدو کې له ساړه ژمي سره مخ او ځای پر ځای شوي دي.

د پاکستان لنډمهالي حکومت په داسې حال کې د افغان کډوالو ایستل پیل کړل، چې په افغانستان کې بشري وضعیت د نړیوالو بندیزونو پر علت د اندېښنې وړ بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، له ۲۹ میلیون ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "له پاکستان څخه زرګونه افغان کډوال تش لاس ایستل کیږي – د خوړو نړیوال پروګرام"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*