دواړه پښې یې افغانستان کې پرې شوې؛ پخوانی ‘ګورکا’ سرتېری څنګه د نړۍ تر ټولو لوړ غر ته وخوت؟

د ‘هري بدها ماګر’ دواړه پښې د افغانستان جګړه کې پرې شوې. هغه ۴۳ کلن، د ‘ګورکا’ ځواکونو پخوانی غړی او له بریتانیايي پوځيانو سره د همدې قطعې په چوکاټ کې افغانستان ته تللی و.

یوه هیله یې درلوده او هغه دا چې د غر ختلو په تاریخ کې ښه نوم پرېږدي.

هغه د همدې لپاره د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ‘ايوريسټ’ ته د ختلو تکل وکړ .

دواړه پښې نه لري، خو بیا هم له دې هڅې بریالی ووت.

هري وايي دا کار یې د دې لپاره کاوه چې ‘نورو ته روحیه ورکړي’ او د معلولیت په اړه ناسم فکر او لیدلوری وننګوي.

هغه خپل ټيم ته د سټلایټ تلېفون په وسیله ویلي دا [ايوريسټ ته ختل] زما تر تمې ډېر زیات ستونزمن وو.

هغه وویل که څه هم له ستونزو او کړاو سره مخ و، مخ ته تګ یې ډېر وخت نیوه، خو دی ونه درېد او د څوکې پر لور یې حرکت ته دوام ورکړ.

هېڅ څه ناممکن نه دي

ګورکا

هري په ۲۰۱۰ کال افغانستان کې پر یوه ماین وربرابر شو او دواړه پښې یې پرې شوې.

دی د بریتانیا کېنټربیري کې اوسي او د درېو ماشومانو پلار دی.

نوموړی وايي، کله چې تر دې چاودنې وروسته په هوښ راغلم نو داسې مې انګېرله چې ژوند نور بې معنا او پای ته رسېدلی، خو له “سکي، ګولف، بایسکل ځغلولو او غره ختلو سره مې” باور بېرته راژوندی شو.

هغه ۱۱ ورځې مخکې د نیپالي غره ختونکو له یوې ډلې سره د اېورېسټ پر لور روان شو.

د دې ډلې مشري ‘کرش تاپها’ کوله چې پخپله هم یو وخت د ګورکا ځواکونو غړی پاتی شوی.

بدها ماګر وايي کله چې پیچومی سخت شو، نو د کورنۍ فکر او د ډلې د هر غړي مرستې، ده ته د مخکې تګ ډاډ ورکړ.

ایوریست

منبع

لومړی نظر وکړئ on "دواړه پښې یې افغانستان کې پرې شوې؛ پخوانی ‘ګورکا’ سرتېری څنګه د نړۍ تر ټولو لوړ غر ته وخوت؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*