دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه پای ته ورسېده؛ ملګري ملتونه وايي “د طالبانو ګډون به ګټور وای”

د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده.‌

د کنفرانس په‌ پای کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش خبریالانو ته وویل،‌ له لویه سره “غونډه ګټوره وه، د استازو همغږي په کې وه” خو وايي‌ که طالبانو په دغه ناسته کې ګډون کړی وای، لا به ښه وای.‌

خو ښاغلي ګوتېرېش دا هم وویل چې نه ګډون یې د دې ناستې پایلو ته “وېجاړونکې نه دی.”

په دوحه کې د طالبانو د حکومت سفیر ډاکټر نعیم له بي‌بي‌سي پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو، په دغه ناسته کې یې د دوی استازو ځکه ګډون نه دی کړی چې نه غواړي “په دې ناسته کې تشریفاتي ګډون ولري.”

نوموړی وايي، د دوی دوو مهمو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی. له افغانستانه په دغه کنفرانس کې یوازې د طالب استازو ګډون او د ملګرو ملتونو له سرمنشي‌ سره مخامخ خبرې د دوی دوه مهم شرطونه وو.‌

خو د ملګرو ملتونو سرمنشي‌خبریالانو ته وویل چې طالبانو په یوه لیک کې د ګډون لپاره داسې غوښتنې ترې کړې وې،‌ چې د هغه په ټکو د “منلو نه وې.” نوموړي دا هم وویل چې دا غونډو دا ډول بهیر ښايي‌ په بله بڼه دوام پیدا کړي او “نورو ناستو کې به بلنه ورکړي.”

د سرمنشي‌ په خبرو کې نور څه وویل شول؟

د ویډیو تشریح،د طالبانو غیاب کې د دوحې غونډه کې پر کومو مسلو خبرې وشوې؟

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپلو خبرو کې وویل ، په دوه ورځینو بحثونو کې ګډونوال پرې دې یوه خوله وو چې “افغانستان کې سوله غواړي، داسې سوله چې له ځان او نورو سره ارام ژوند وکړي، افغانستان په بشپړ‌ ډول له سیاسي‌ او اقتصادي‌ پلوه په نړیواله ټولنه کې ورګډ شي.”

د ملګرو ملتونو د دغه سر چارواکي په وینا،‌ د دې چارې لپاره هغه وړاندیزونه مهم دي، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په خپلواکه ارزونه کې راوړل شوي دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي‌ استازي د ګومارنې په اړه، ښاغلي ګوتېرېش وویل، په دې برخه کې سلا مشورې پیلوي.

مخکې داسې اټکل کېده چې ښايي په دې ناسته کې د ځانګړي ‌استازي‌په اړه پرېکړه وشي، خو چین، روسیې،‌ ایران او ظاهرا پاکستان د دې کار مخالف و.‌ اوس روښانه نه ده چې دغه بهیر به څومره وخت اخلي.

د هغه په ټکو “افغانستان باید د اورپکۍ مرکز نه شي،‌ د ښځو او نجونو حقونو ته په کې درناوی وشي او داسې حکومت په کې وي چې ټول قومونه په کې برخه واخلي.”

دوحه

نوموړی پر نړیوالو مرستو هم تم شو او ټینګار یې کاوه چې مرستې باید په دغه هېواد کې په اغېزمن او اوږدمهال ډول ورسېږي.‌

هغه زیاته کړه چې په افغانستان لپاره د طالبانو حکومت سره د اړیکو لپاره کمېټه جوړوي چې د افغانستان ګاونډي او ځینې نورو هېوادونه به یې برخه وي.‌

نوموړي دا هم وویل چې په افغانستان له نجونو د زدکړو راګرځولو د منلو نه دي‌ او په دې برخه کې یې د خپلو درېیو لوڼو او لمسیانو مثال ورکړ چې وايي‌هېڅکله به ونه غواړي له زدکړو بې برخې شي.‌

له دې خبري ناستې وړاندې د افغانستان لپاره د چين استازي ویلي وو ، “ځينو استازو د افغانستان د اووه ميليارده ډالرو کنګل شوې شتمنۍ د خوشي کولو او د امریکا له خوا د بنديزو پر لېرې کولو هم ټينګاروکړ.”

منبع

لومړی نظر وکړئ on "دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه پای ته ورسېده؛ ملګري ملتونه وايي “د طالبانو ګډون به ګټور وای”"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*