د آلمان حکومت د تابعیت ترلاسه کولو شرایط اسانه کړل

د آلمان حکومت د تابعیت ترلاسه کولو شرایط اسانه کړل
د آلمان حکومت د تابعیت ترلاسه کولو شرایط اسانه کړل

د آلمان حکومت د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د اګست ۲۳) د دغه هېواد د تابعیت ورکونې د نوي قانون مسوده تصویب کړه. د دغه قانون پر اساس به وروسته له دې بهرني اتباع وشي کړای د آلمان تابعيت په چټک او اسانه توګه ترلاسه کړي.

په راتلونکې کې به په آلمان کې میشتو بهرنیو اتباعو له پاره د دغه هېواد د تابعیت ترلاسه کولو بهیر چټک او اسانه وي. د هغې قانوني مسودې له مخې چې د اګست پر ۲۳مه د آلمان د کابېنې له خوا تصویب شوه، مهاجر کولای شي په آلمان کې يوازې د پنځو کلونو په تېرولو سره د تابعیت درخواست وکړي. تر دې وړاندې د تابعيت ترلاسه کولو له پاره د اقامت لازمي موده اته کاله وه.

په نوي قانون کې د هغو افرادو له پاره چې لوړې حرفه ېې يا روزنيز لاسته راوړنې ېې درولودلي او یا ېې داوطلبانه کارونه کړي وي، یو لړ سهولتونه هم په نظر کې نيول شوي دي. داسې افراد کولی شي په خاصو شرایطو کې وروسته له درو کلونو اقامت د آلمان تابعیت له پاره درخواست وکړي.

په نوي قانون کې په یو وخت کې د څو تابعیتونو لرل هم مجاز شوي چې له مخې ېې هغه بهرني اتباع چې د تابعیت درخواست کوي، وروسته له دې اړ نه دي چې د آلماني تابعیت ترلاسه کولو پر وخت د خپل هیواد تابعیت لغوه کړي.

عصري او منصفانه قانون

د آلمان د کورنيو چارو وزېرې نانسي فیزر، چې له سوسیال دموکرات ګوند څخه ده د نخبګانو او مغزونو د جذب نړېوالې سيالۍ ته په اشارې، د مهاجرت نوي قوانین، عصري او منصافه قوانین توصیف کړل. 

د دغې مسودې پر اساس، د تابعیت غوښتونکي باید وشي کړای د خپل او د کورنۍ د ژوندانه لګښتونه تامین او همدارنګه له آلماني ټولنې سره سازش ولري. د دوی باید آلماني ژبه هم په ښه سطحه کې زده وي.

په عین حال کې يو لړ استثناوې هم په دغه قانون کې شته چې له هغې جملې څخه کېدای شي په اصطلاح مېلمه کارګرانو ته اشاره وشي کوم چې له ۱۹۷۴م کال څخه مخکې د آلمان خاورې ته داخل شوي او همدارنګه هغه په اصطلاح قراردادي کارګران چې له ۱۹۹۰م کال څخه دمخه پخواني شرقي آلمان ته داخل شوي دي. بل دا چې د ۶۷ کلونو د ډېر عمر لرونکو مهاجرو د ژبې آزموینه کېدای شي د کتبي پر ځای شفاهي شکل ته بدله شي.

په آلمان کې زېږېدونکي ماشومان

د آلمان د مهاجرت نوي قانون پر اساس، په راتلونکې کې په آلمان کې ټول هغه ماشومان چې له خارجي والدینو دنیا ته راځي، کولی شي پرته له کوم شرط، د آلمان تابعیت ترلاسه کړي. که چېرته د دغو ماشومانو مور او يا پلار ېې په په آلمان کې په قانوني توګه تر پنځو کلونو ډېر وخت ژوند کړی او دايمي اقامه هم ولري، کولی شي د خپل والدین تابعیت هم حفظ کړي.

په نوو اصلاحاتو کې دا الزام چې یو فرد باید د آلماني تابعیت او د والدین له تابعيت څخه يو ېې وټاکي، هم حذفیږي او فرد کولی شي په یو وخت کې دواړه تابعیتونه حفظ کړي.

د آلماني ژبې په ښه توګه زده کړه د آلماني تابعیت ترلاسه کولو کې له مهمو شرایطو څخه دی
د آلماني ژبې په ښه توګه زده کړه د آلماني تابعیت ترلاسه کولو کې له مهمو شرایطو څخه دی

همدارنګه د دغې مسودې له مخې، د آلماني تابعیت ترلاسه کولو له پاره د «لیبرال دیموکراسۍ اساسي اصولو ته پابندي» لازمي ده. په دې اساس، ممکن د هغو افرادو درخواست رد شي چې د «یهودیت ضد، نژادپرستۍ، له پردو وېرې، یا د نورو غیر انساني انګیزو» پر اساس د جرمونو مرتکب ګرځيدلي وي.

د تابعیت ورکولو مراسم

په نوې مسوده کې همدارنګه د تابعیت د ترلاسه کولو له پاره د تشریفاتو عمومي مراسم په نظر کې نيول شوي دي او د هغو پر اساس به ترسره کيږي. د تابعیت تصدیق باید په یو تشریفاتي محیط کې د مراسمو په ترڅ کې وسپارل شي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په خبره، د آلمان شاوخوا ۱۴ سلنه نفوس چې له ۱۲ ميلیونو څخه لږ زیات کسان کيږي، آلماني پاسپورت نه لري. له دې ډلې څخه شاوخوا ۵ ميليون او ۳۰۰زره ېې لږ تر لږه لس کاله کيږي چې په آلمان کې ژوند کوي. په ۲۰۲۲م کال کې د آلماني پاسپورت ترلاسه کولو له پاره ۱۶۸ زرو او ۵۴۵ درخواستونه ثبت شول چې دا د هغو افرادو چې لس کاله ېې په آلمان کې ژوند کړی، یوازې ۱ اعشاریه ۳ سلنه برخه جوړوي.

پر نوي قانون د اپوزیسیون نېوکې

خو د حکومت پر دغه اقدام نيوکې هم کیږي. د مسيحي دموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو اتحاد چې اوس په اپوزیسیون کې قرار لري، حکومت د تابعیت پر «بې ارزښته کولو او ارزانه خرڅولو» تورنوي. دغه اتحادي ګوندونه وايي د تابعیت ترلاسه کولو له پاره باید د درخواست کوونکو د جرمي سابقې نه لرل، د آلماني ژبې مهارت او کار په څېر مسایلو ته ډېره توجه وشي. 

د تابعیت په قانون کې اصلاحات، د آلمان په فدرالي حکومت کې يوه له کلیدي پروژو څخه ده کوم چې دغه ائتلافي حکومت ورباندې د مخه توافق کړی وو.

په نوي قانون کې همدارنګه هغه آلمانان چې غواړي د یو بل هيواد تابعیت په لاس راوړي، اړ نه دي چې خپل آلماني تابعیت له لاسه ورکړي.

په نورو هېوادونو کې د اقامت موده

د «کنراد آدناور بنسټ» د تېر کال یو تحقیق پر اساس د فرانسې، فنلند، لوکزامبورګ، هالند سويډن او امریکا متحده ایالاتو په ګډون يو شمېر هېوادونو کې د تابعیت د درخواستۍ قانون، تر پنځه کاله اقامت کولو وروسته عملي کيږي. 

په سویس، ليتوانیا او هسپانيا کې دغه موده لس کاله، په ځینو نورو هیوادونو لکه ایرلند او کاناډا کې درې، په استرالیا کې څلور، په ناروې کې اووه او په دنمارک کې نه کاله ده.

منبع

18 Comments on "د آلمان حکومت د تابعیت ترلاسه کولو شرایط اسانه کړل"

  1. بسیار خوب است

  2. دغه درس دالماني ژبي سه وخت شروع كيژي

  3. خبر خاص ندارم تشکر ازین همکاری تان

  4. Dr Faizrahmanr Rahmani | آگست 26, 2023 at 12:13 ق.ظ | جواب

    تهدید

  5. دا یو دیر شه خبر دی زه یو انجنیر یم او په فزیک می فورمولونه کشف کری دی او په ماشینری او برق شه پوهیگم او تحفظ انرژی په کورونو کی هغه باندی هم پوهیگم خو دلته په افغانستان هیس نشم کولی آیا د آلمان حکومت به ماته تابعیت راکری او کنه مننه کوم که چیری ما پوی کری .

  6. درخوات کارت تابیعت

  7. مننه چی موژ ته خدمت کوی دیره مننه او یو دیر خه کار دی

  8. مننه چی مونګ ته مو ده خه ژوند اسانتیاوی برابری کړی

  9. زه خوارم چه دغه آلمان درس لولم

  10. اسم مسعود ولد نوراحمد تخلص شیخی از ولایت پروان به مدت یک سال می‌شود در وزارت ترانسپورت و هوانوردی به صفت مدیر ثبت دیتابیس کارت الکترونیکی افای وظیفه مینمایم به زبان های فارسی تکلم کامل دارم به زبان های پشتو و انکیلسی بلدیت دارم و محصیل رشته گمپیوتر ساینس در پوهنتون گاتب می‌باشم به گمپیوتر بلدیت کامل دارم

  11. کله نه چي طالبان وکنمی ته رسيدلی دي په افغانستان کي ډيری ستونزی پيداشوي او ما هم ډير ضوروی هروخت کورته رازي او وايي چي ته پخوا دولت کي وي موږ تاته دي زندان سزا درکو زه دوه ځلی په تيخته برالی شوي يم

  12. من محمداشرف هستم محصل سال دوم دانشگاه از افغانستان و میخواهم جهت ادامه تحصیلات خویش در کشور آلمان بیایم.با احترام امیری

  13. سلام زه عبدالغفار احمدزی د حاجی عبدالستار زوی.ولایت کابل ولسوالی خاکجبار کلی ملنگ. سکونت فعلی ولایت کابل کارته نو ۸ ناحیه د دوصد فامیلی شاته د تپی لاندی زوند کو.

  14. کشور المان همه کار هایش نمایشی است چندین باز من برای پناهنده هگی ثبت نام کردم نتیجه و یا جوابی دریافت نکردم .

  15. به اساس اینکه من در کشورهای اروپایی سفری داشته باشم

  16. برای زنده گی کردن

  17. برای کار و زندگی کردن

  18. آ سایش خانواده

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*