د اتریش صدر اعظم د طالبانو له زندانه د یوه اتریشي وګړي د خلاصون خبر ورکړ

یو اتریشی وګړی چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تېره مې میاشت کې نیولی و، خوشی شوی. د اتريش د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ۸۴ کلن هربرټ فريټز د قطر د حکومت په هڅو خوشی شوی.

هغه پرون دوحې ته رسېدلی او د اتريش لومړي وزیر د قطر له امیر څخه د هغه د خوشي کولو د هڅو مننه کړې.

د اتريشي رسنیو د راپورونو له مخې فريتز د هغه هېواد د ملي ديموکراتیک ګوند له بنسټګرو و چې په ۱۹۸۸ کال کې یې فعالیت ناقانونه اعلان شوی و.

د هغه له نیول کېدو وروسته اتريشي رسنیو راپور ورکړی و چې هغه نړۍ ته د افغانستان د خوندي تصویر ورښودلو په خاطر تللی و.

د دغه ښي اړخي افراط‌پالي هغو ریپوټونو چې افغانستان امن دی د کډوالو ضد خوځښتونو ته دا پلمه ورکړې وه چې تبلیغات وکړي چې ګنې افغان کډوال دې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د راپورونو له مخې چې نوموړی د جاسوسۍ په شک نیول شوی و.

د اتریش صدر اعظم کارل نیهمر په Xکې لیکلي: “له جدي ډیپلوماتیکو هڅو وروسته، زه خوښ یم چې په افغانستان کې له توقیفه د اتریش تبعه خوشي کېدل اعلانوم.”

هغه زیاته کړه دا دریم کس دی چې له ۱۲ میاشتو په کمه موده کې خوشی کېږي، چې دا د “اتریش د مسلکي ډیپلوماسۍ د لوړې کچې” نښه ده.

قطر له څو کلونو راهیسې له طالبانو سره تاوده اړيکي پالي.

څو کاله وړاندې یې دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر جوړېدو ته اجازه ورکړه چې هلته له امریکايي لوري سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې وکړي.

له ۲۰۱۳ کال راهیسې، له کله نه چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل شو، د افغانستان مطبوعاتو او خلکو کې دوحه ښار مشهور شو.

امریکايي استازي او طالبانو بالاخره له اوږدو مذاکراتو وروسته د ۲۰۱۹ په فبرورۍ کې د دوحې تړون لاسلیک کړ.

د ۲۰۲۱ په اګسټ کې په افغانستان کې د جمهوریت له پرځېدو وروسته، منځني ختیځ کې دا مجلله کوچنۍ پلازمېنه (دوحه) بیا هم د افغانستان له مسایلو سره همداسې تړلې پاتې شوه.

د ۲۰۲۳ کال د مې په پای کې د افغانستان په اړه د دوحې لومړۍ ناسته هم همدلته جوړه شوې وه.‌

د دوحې دویم غونډه له ډېرو سلاو مشورو وروسته، له اټکل سره سمه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د فبرورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه جوړه شوه.‌ دا وار د تېر ځل برعکس، د ملګرو سرمنشي “د طالبانو حکومتي‌ استازو ته هم بلنه ورکړې وه چې غونډه کې ګډون وکړي.”

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له زندانه د خوشي شوي کس نوم ۸۴ کلن هیربرټ فریټز اعلان کړ او ویې ویل چې د قطر پلازمېنې دوحې ته لېږدول شوی دی.

د اتریش د رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلی فریټز ښۍ اړخه پېژندل شوې افراطي څېره او د ملي دیموکراتیک ګوند بنسټګر غړی دی، چې په ۱۹۸۸ کال کې د اتریش د نازي ضد قوانینو د سرغړونې له امله یې فعالیتونه منع شوی و.

د اتریش صدر اعظم دا هم وویل چې په ایران کې د دغه هېواد د اتباعو د خلاصون او په غزه کې د اتریشي-اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره به کار ته دوام ورکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د اتریش صدر اعظم د طالبانو له زندانه د یوه اتریشي وګړي د خلاصون خبر ورکړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*