د اختر را رسیدو په درشل کې د وچې میوې او جامو د پلور بازار غوړیدلی دی

ډېری هېوادوال په ځانګړو ورځو لکه د کوچني اختر، لوی اختر او نوي کال کې له وچو میوو کار اخلي.

حسيب چې له څه مودې راهيسې په بل باغ عمومي کې وچه مېوه پلوري، وايي، د کوچني اختر د را رسېدو په درشل کې د وچې میوې د پلور بازار تود شوی دی.

هټۍوال، حسیب الله د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: له روژې یوه یا دوه میاشتې مخکې یوازې هغه کسان وچه میوه اخلي چې اړتیا یې ورته وي، خو د اختر په ورځو شپو کې ټول مجبور دي چې وا یې خلي. شتمن او بې وزله ټول یې اخلي.

یو بل هټۍوال، ولي هم و ویل: د اختر ورځې شپې دي، خلک راځي او د تېر پرتله اوس پلور زیات شوی دی. او څه نا څه ارزاني هم ده.

خو د پلازمېنې يو شمېر اوسېدونکي چې د وچې مېوې پېرلو ته راغلي وايي، سره له دې چې اقتصادي ستونزې لري او د وچې مېوې پېرل ورته ګران دي، خو بيا هم د اختر د  دسترخوانونو د ښکلي کولو لپاره وچه مېوه پېري.

ظاهراً د تېر کال پرتله د وچې مېوې بيه راټيټه شوې ده.

د کابل اوسېدونکي، سید احمد و ویل: د اختر لپاره هر سړی تیاری کوي، ځکه سبا بل سبا اختر دی او ټول خلک غواړي چې د اختر لپاره یو پروګرام ونیسي.

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی، هجرت الله و ویل؛ هغه کلتور او دود چې موږ یې په اخترونو کې لرو د هغوی لپاره خلک دلته راځي، ستونزې هم شته خو خلک بیا هم راځي او څه نا څه پیري.

په دې لړ کې کابل ښاروالۍ د اختر په ورځو کې د وچې مېوې د بیې د کنټرول او د احتکار د مخنیوي لپاره د نرخپاڼو د وېشلو خبره کوي.

د کابل ښارولۍ استازي، نعمت الله بارکزي په دې تړاو و ویل: د اختر په شپو ورځو کې څو قلمه نور هم چې د وچې میوې اړوند دي، اضافه کیږي او ټول قلمونه چې که تولید یې په کور دننه وي او که بهر وي، له کمیسیون سره په ګډه او نورو ادارو سره په همکارۍ د ټولو اصنافو استازي د احتکار د مخنيوي په دغه کمیسیون کې شته دی.

پسته، بادام، ممیز، خرما، غوزان او نورې وچې مېوې له هغو خوراکونو دي، چې د اختر په ورځو کې ډېر کارول کېږي.

دې ترڅنګ هېوادوال د اختر دسترخوانونو ته کلچې او نورې میوې هم برابروي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د اختر را رسیدو په درشل کې د وچې میوې او جامو د پلور بازار غوړیدلی دی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*