د اسلامي امارت له بنده د یوه امریکايي وګړي د خلاصون لپاره غوښتنې

د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس ځيني غړي، د بشري حقونو فعالان او د رایان کوربېټ د کورنۍ غړو په یوې اعتراضيه غونډه کې د اسلامي امارت له بنده د دغه امریکایي وګړي د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

د اعتراض کوونکو په وینا، رایان کوربېټ د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د اګسټ په لسمه کله چې بیا افغانستان ته راستون شو د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري ونیول شو او تر ۵۰۰ زیاتې ورځې کېږي چې په بند کې دی.

دغه اعتراض کوونکي د هغه د وضعیت په تړاو اندېښنه څرګندوي او د اسلامي امارت له بنده د هغه د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

د رایان کوربېټ مېرمن انا کوربېټ په دې هکله وايي:«هغه ډېربدل شوی دی. هغه ډېر زوړ شوی دی، رایان ډېر ډنګر شوی او زه ورته ډېره اندېښمنه یم.»

د امریکا د کانګرس غړې کلادیا ټیني څرګندوي:«رایان په یوې مربع ډوله دونیم متره ځمکتلې کې اوسېږي. هغه حمام، د لمر رڼا، روغتیايي خوړو او روغتیایي خدمات ته لاسرسی نه‌لري.»

د کانګرس غړي ډېن میوزر هم وویل:«راځئ نور د مرستو د لېږلو اجازه ورنه کړو چې زموږ د مالیاتو پیسې دي، په داسې حال کې زموږ هېوادوال په داسې وحشتناک ډول نیول کېږي.»

اسلامي امارت په دې تړاو څه نه‌وایي؛ خو د نړۍوالو چارو ځينې شنوونکي وایي، چې د هېوادونو ترمنځ د بندیانو تبادله د نړۍوالو قوانینو د پام کې نیولو په شرط یو منل شوی اصل دی.

د نړۍوالو چارو شنوونکی عزیز معارج په دې هکله وايي:«د دوه هېوادونو ترمنځ د بندیانو ادلون بدلون یو منل شوی نړۍوال اصل دی او یو تعامل هم دی. داسې بهیر دی چې تاریخي مخینه لري؛ خو په هغه صورت کې چې د دواړو هېوادونو هوکړه وي.» 

تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت مشر په یوه غږیز پیغام کې ویلي و، چې امریکا تل د خپلو دوو وګړو د خوشي کېدو غوښتنه کوي؛ خو تر هغې چې یو افغان وګړی چې د امریکا په بند کې دی، خوشي نه شي، هغوی به هم ازاد کړل نه‌شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د اسلامي امارت له بنده د یوه امریکايي وګړي د خلاصون لپاره غوښتنې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*