د افغانستان د وچو مېوو صادرات د تېر کال پرتله ۵ سلنې زیات شوي

💬0

د افغانستان د وچو مېوو صادرات د تېر کال پرتله ۵ سلنې زیات شوي

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې په تېرو دوو میاشتو کې له افغانستانه ۳ زره او ۱۴۰ټنه وچه مېوه بېلابېلو هېوادونو ته صادرې شوې ده.

د دې صادراتو ارزښت ۷ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ ښودل شوی دی. 

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه امر، محمدیوسف امین و ویل: «عراق، اتریش، متحده عربي اماراتو، ګاونډيو هېوادونو او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته وچه مېوه صادره شوې ده. په صادرو شویو وچو مېوو کې ممیز، بادام، پسته، وچ انځر، د هندواڼې تخمونه او ځینې نورې وچې مېوې شاملې دي.»

د افغانستان وچې مېوې دا مهال د نړۍ په شاوخوا شلو هېوادونو کې بازار لري، چې د کیفیت او بسته‌بندۍ له ښه کېدو سره یې د پېرودونکو شمېر هم زیات شوی دی.

د وچې مېوې صادروونکی، محمدعثمان انصاري و ویل: «په تېرو کلونو کې د افغانستان وچه مېوه په بوجیو کې صادرېده او بهر کې به بسته‌بندي کېده خو اوس په هرات کې سوداګر دا محصولات په ښه او معیاري ډول بسته‌بندي کوي، چې د نړۍوالو بازارونو رضایت یې ترلاسه کړی دی.»

بل صادروونکي، مهدي اکرمي و ویل: «د افغانستان د وچو مېوو صادرات کال په کال زیاتیږي. څو کاله مخکې مو یوازې پنځو یا شپږو هېوادونو ته صادرات درلودل، خو اوس نږدې شلو هېوادونو ته صادرات لرو.»

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د تېر کال پرتله د هېواد د وچو مېوو صادرات پنځه سلنې زیات شوي دي.

پر دې سربېره هم د وچو مېوو په نړۍواله سوداګرۍ کې د افغانستان ونډه لاهم کمه ده.

اقتصادي شنونکي، نذیر احمد سدید و ویل: «د افغانستان وچې مېوې د نړۍ د مهمو سوداګریزو توکو له ډلې ګرځېدلي خو لا هم په دې برخه کې ستونزې شته. نن سبا پېرودونکی یوازې محصول نه اخلي، بلکې بسته‌بندي، باور، برانډ او د محصول بازارموندنه هم ارزوي. له همدې امله د ترکیې، ایران، امریکا، چین او اوزبیکستان پرتله، چې د وچو مېوو لوی صادرونکي هېوادونه دي، د افغانستان ونډه کمه ده.»

افغانستان د کال په څلورو فصلونو او مناسب اقلیم سره د وچو مېوو د تولید لپاره مناسب هېواد ګڼل کیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان د وچو مېوو صادرات د تېر کال پرتله ۵ سلنې زیات شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*