د افغانستان شتمنۍ د ضبط صلاحيت څوک نه لري

د افغانستان شتمنۍ د ضبط صلاحيت څوک نه لري
د افغانستان شتمنۍ د ضبط صلاحيت څوک نه لري

د نيويارک د يوې محکمې قاضي پريکړه کړې ده چې د سپتمبر د ۱۱مې نېټې د ترهګريزو بريدونو د قربانيانو کورنۍ په امريکا کې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل کړل شوې پېسې نه شي ترلاسه کولی.

د افغانستان د بانک دا شتمني چې د نيويارک په يوه فدرالي بانک کې ساتل شوي، د ۲۰۲۱م کال د اګست پر پنځلسمه نېټه واک ته د نوی نظام تر رسېدو وروسته کنګل کړل شوې وې.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن بيا وروسته ویلي ول چې دغه پېسې کيدای شي په امريکا کې د سپتمبر۱۱ پيښي د قربانيانو کورنيو ته د تاوان په توګه ورکړل شي.

د قربانيانو د کورنيو يوې ډلې چې کلونو مخکې یې پر افغان حکومت د خپلو زيانونو له کبله دعوا کړې وه او دغه دعوا یې ګټلی هم وه، د بایدن تر دې څرګندونو وروسته د دې له پاره هلې ځلې پېل کړي دي چې دغه پېسې د محکمې د مصارفو د خپلو پورونو د پرې کولو په موخه ضبط کړي.

خو د نيويارک د جنوبي سيمې د محکمې قاضي جارج دانيلز د سه شنبې په ورځ وويل چې فدرالي محکمه د افغانستان د مرکزي بانک د پېسو د ضبط صلاحيت نه لري.

دانيلیز په ۳۰ مخیزه پريکړه کې تشريح کړه ده چې په امریکا کې د سپتمبر ۱۱ پيښي د قربانيانو کورنۍ د تاوان د ترلاسه کولو حق لري، خو دا کار د افغانستان د مرکزي بانک په پېسو نه شي ترسره کيدلی.

هغه وويل: «د سپتمبر يولسمي په بريدونو کې د مسئوليت تاوان باید د هغه وخت افغان حکومت او نه د افغانستان خلک او يا پخوانی حکومت ادا کړي.»

دانيلز دا هم وويل چې د «اساسي قانون د محدوديت» له مخې دی نه شي کولی دغه شتمنۍ د قربانيانو کورنيو ته ورکړي، ځکه دا به په دې معنی وي چې [امريکا] اوسنی نظام د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسميت پيژني.

په ۲۰۲۱م کال کې واک ته تر رسېدو راهېسې نوی افغان حکومت د امريکا په ګډون تر اوسه د نړۍ يوه هېواد هم په رسميت نه دي پيژندلي.

د قاضي دانیلیز دا پريکړه چې په تېر کال کې د يوه بل قاضي له پريکړې سره سمون لري، د سپتمبر۱۱ پيښي د قربانيانو د کورنيو او د بيمې د هغو شرکتونو له پاره چې د بريدونو له کبله یې تاوان ورکړی دی، يوه ناکامي ده. د سپتمبر د ۱۱مې نيټې په بريدونو کې تر ۲۹۰۰ زيات کسان ووژل شول.

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د امريکايي او بهرنيو ځواکونو تر وتلو او واک ته د نوی نظام تر رسېدو وروسته په امريکا کې د افغانستان د مرکزي بانک د ۷ ميليونه ډالرو په ارزښت شتمنۍ کنګل کړل شوې.

ولسمشر جو بايدن بيا د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې د افغانستان دغه ۷ ميليارده ډالر کنګل شوې شتمنۍ په دوو برخو وويشلې چې درې نيم ميليارده یې ترې د افغانستان له پاره د بشري مرستو صندوق ته وسپارلې او نوري یې د سپتمبر د ۱۱مې د قربانيانو کورنيو ته ځانګړي کړې.

خو اوس تر دې پريکړې وروسته لا څرګنده نه ده چې له دغو پېسو سره به څه کيږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان شتمنۍ د ضبط صلاحيت څوک نه لري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*