د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ څومره ګټه کړې؟

د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ څومره ګټه کړې؟
د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ څومره ګټه کړې؟

په سویس کې د افغانستان د شاوخوا ۳،۵ میلیارده ډالرو کنګل شویو پیسو د مدیریت له پاره د وجهي صندوق مدیره هیئت خپله دوهمه جلسه کړې او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو پر څرنګوالي او انتقال یې بحثونه کړي دي.

د افغانستان د کنګل شویو زیرمو د مدیریت له پاره ټاکل شوي مدیره پلاوي تیره میاشت خپله دوهمه جلسه کړې چې پکې یې د کنګل شویو شاوخوا ۳،۵ میلیارده ډالرو د مدیریت او د افغانۍ د ثبات د ترلاسه کولو له پاره یې د یادو کنګل شویو پیسو د انتقال او ویش په هکله بحثونه کړي دي.

دا د یاد وجهي صندوق د مدیره پلاوي دوهمه رسمي جلسه وه چې په انلاین ډول رابلل شوې وه.

تیر کال په امریکا متحده ایالاتو کې د افغانستان د کنګل شویو زیرمو څخه شاوخوا ۳،۵ میلیارده ډالر د «افغانانو له پاره د وجهي صندوق» په نامه یوه حساب ته انتقال شوي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د چارواکو په خبره افغن حکومت به ورته لاس رسی ونه لري. افغان حکومت بیا د امریکا دغه پریکړه غندلې وه او هغه یې د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول یاد کړي ول.

د افغانستان د کنګل شویو ارزي زیرمو د وجهي صندوق د مدیره پلاوي غړي شاه محرابي، چې د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا غړی هم دی، وايي چې د وجهي صندوق د څلورو غړو دغه جلسه په انلاین بڼه د فبروري میاشتې پر ۱۶مه نېټه ترسره شوې ده.

محرابي رویترز خبري اژانس ته د یادې جلسې په هکله ويلي دي: «د زیرمو د انتقال په دې برخه کې پر ممکنه انتخابونو باندې بحث وشو. هغه زیاته کړې ده چې دلته «په واضح ډول نظریه دا ده چې د [افغانۍ] د ثبات ترلاسه کولو له پاره د پیسو  انتقال ته اړین اقدامات عملي شي او ممکنه حل لارې وموندل شي.»

محرابي همدا راز ویلي دي چې هغه په دې باور دی چې دغه پیسې باید یوازې د افغانۍ د ثبات او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د لویدو مخه پرې ونیول شي.

د پخواني نظام تر سقوط وروسته په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان ارزي شتمنۍ کنګل شوي دي.

د افغانستان کنګل شویو پیسو احتمالي استفاده

محرابي له رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې هغه د دې نظریې خلاف دی چې له کنګل شویو زیرمو دې د افغانستان د وارداتي برېښنا لګښت او همدا راز د افغانستان د پورونو او یا هغو پیسو په ورکړه کې ترې استفاده وشي چې د افغانستان اوسنۍ اداره یې مسوولیت لري.

د محرابي په خبره، د افغانۍ د ثبات له پاره که چیرته اړتیا وي، دوی به مداخله وکړي او ان د اسعارو په بازار کې به د ډالر په مقابل کې افغانۍ واخلي ترڅو په دې توګه یو شمیر افغانۍ له اقتصادي چرخش څخه خارج کړل شي چې په پایله کې به یې د نوموړي په خبره انفلاسیون هم ثابت وساتل شي

د محرابي په شمول یو شمیر اقتصاد پوهان وايي چې په تیرو میاشتو افغانۍ د نورو اسعارو په پرتله ثابته پاتې شوې او د دوی په باور د دې کار دلیل هم د ملګرو ملتونو له لوري افغانستان ته د ډالرو دوامداره انتقال دی.

د پخواني جمهوري نظام تر سقوط سره سم افغانۍ خپل ارزښت په بې ساري توګه له لاسه ورکړ خو د وخت په تیریدو سره یې خپل ارزښت بیرته ترلاسه کړ.

د افغانستان د کنګل شویو ارزي شتمنیو د وجهي صندوق نوموړي غړي همدا راز ویلي دي چې مدیره پلاوي په دې جلسه کې د مدیره پلاوي د مصارفو د پوره کولو له پاره د بهرنیو مالي مرستو د موندلو له پاره هڅې کړې څو په خبره یې چې د کنګل شویو پیسو د مدیریت مصارف له کنګل شویو پیسو استفاده نه شي.

د شاه محرابي په حواله، کنګل شویو پیسو د ۲۰۲۱م کال راهیسې (له هغه وخته چي کنګل شوي) ۳۶ میلیونه ډالر ګټه کړې او د تیر سپتمبر میاشتې راهیسې وروسته له هغه چې یاد وجهي صندوق ته انتقال شوي دي د روان کال د جنوري میاشتې تر پایه پورې ۳۴ میلیونه ډالر نوره ګټه هم کړې ده چې په مجموعي ډول ۷۰ میلیونه ډالر کیږي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ څومره ګټه کړې؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*