د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه لوړه شوې ده

په دې وروستیو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه یو ځل بیا لوړه شوه او دا مهال یو امریکايي ډالر پر ۷۴ اعشاریه پېنځه افغانۍ تبادله کېږي.

د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیې مسوولینو ويلي؛ دبیې اوسنی بدلون د اندېښنې وړ نه‌دی او د افغانستان بانک دوی ته ډاډ ورکړی، چې کافي پیسې لري او کولی شي د بازار څارنه وکړي.

د افغانستان بانک دا هم ویلي، چې دا اداره د اسعارو بازار څاري او کولی شي بازار مدیریت کړي؛ خو د افغانستان بانک د ډالرو د بیې د لوړېدو د لامل په اړه څه نه‌وايي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري په دې اړه څرګنده کړې: په بازار کې د اسعارو د نرخ بدلون یوه عادي خبره ده. د افغانستان بانک بازار څاري او د بازار د اسعارو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي اسانتیاوې لري. د افغانستان بانک د بازار د ښه مدیریت لپاره لازمې کړنې تر سره کوي.

درې میاشتې مخکې د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه له ۸۶ افغانیو څخه ۷۰ افغانیو ته راټیټه شوې وه.

هېوادوال په بازارونو کې د توکو پر بیو د ډالرو د راټیټېدو د اغېز له نشتوالي اندېښمن دي.

د کابل يو اوسېدونکي ويلي: کله، چې د ډالر نرخ لوړېږي، د خوراکي توکو بيې لوړېږي. کله، چې د ډالرو نرخ راټيټېږي، د خوراکي توکو بيې هغومره نه بدلېږي؛ څومره، چې بايد وي. مونږ له حکومت څخه غواړو، چې د ډالرو نرخ وڅاري.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان بانک په ډاګه کړې؛ د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره به د روانې اوونۍ د چارشنبې پر ورځ ۱۷ میلیون ډالر بازار ته وړاندې کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیه لوړه شوې ده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*