د امریکا د استخباراتي ادارو کلنی راپور: د طالبانو وسله‌وال مخالفین قوي رهبري او بهرنی ملاتړ نه لري

د افغانستان په اړه د امریکا د استخباراتو د ټولنې د کلنۍ ارزونې راپور وايي چې په لنډه موده کې د مخالفو ځواکونو له خوا د طالبانو رژیم ته د ګواښ احتمال “کمزوری” دی.

سرچینه وايي لامل یې دا دی چې د افغانانو لویه برخه د جګړې او اخیستنې په اړه اندېښمنه ده او دا چې مخالفې وسله والې ډلې “قوي مشرتابه او بهرنی ملاتړ نه لري”.

په دې راپور کې چې په دې وروستیو کې خپور شوی، ویل شوي طالبان د خپل مذهبي حکومت د “پیاوړتیا” او د مخالفینو د ځپلو او پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګولو په حال کې دی.

راپور زیاته کړې چې سیمه‌ییز قدرتونه به “په افغانستان کې د ستونزو په کمولو” تمرکز ته دوام ورکړي او د طالبانو په رسمیت پېژندلو غوښتنې په اړه به په “احتیاط” ګام واخلي.

د طالبانو یوې مخالفې ډلې – چې ځان د افغانستان د خپلواکۍ جبهه بولي، د مارچ پر ۱۱مه ویلي وو، چې د روژې میاشتې تر پایه د طالبانو پر ضد خپل بریدونه ځنډوي.

دغې ډلې ویلي، خپل پوځي بریدونه د افغانستان په لر و بر کې د مبارکې روژې میاشتې د درناوي په خاطر ځنډوي.

د طالبانو حکومت په وار-وار ویلي چې په هېواد کې د (اسلامي دولت) نومې “داعش” ډلې، دوو نورو ډلو چې ځانونه د افغانستان د ازادۍ جبهه او د افغانستان د ملي مقاومت جبهه بولي، فعالیتونه “یوازې د خبرو په حد کې دي” او ننګوونکي نه دي.

تېره اونۍ ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي وو‌ چې د ازادۍ جبهې د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر لسمې پورې د طالبانو پر وړاندې ۲۴ بریدونه کړي چې تر ډېره یې بریدونه پر ښارونو متمرکز وو.

باطرفي
د عکس تشریح،باطرفي په ۱۹۹۹ کال کې افغانستان ته سفر کړی او د امریکا په مشرۍ د یرغل پر مهال یې د طالبانو په لیکو کې جګړه کړې ده.

دا هم ویل شوي چې په افغانستان او پاکستان کې “القاعده” شبکه خپل “عملیاتي” توان ته رسېدلې ده.

په داسې حال کې چې په عراق او سوریه کې د (اسلامي دولت) نومې “داعش” ډلې رهبري ته ډېر زیانونه اوښتی، ددغې ډلې سیمه‌ییزې څانګې په پراخېدو دي او د (داعش خراسان) څانګه هڅه کوي چې په افغانستان کې د بریدونو په ترسره کولو سره د طالبانو رژیم کمزوری کړي.

وړاندې په یمن کې د القاعدې شبکې څانګې د خپل مشر خالد باطرفي مړینه اعلان کړې وه.

باطرفي په ۱۹۹۹ کال کې افغانستان ته سفر کړی او د امریکا په مشرۍ د یرغل پر مهال یې د طالبانو په لیکو کې جګړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په تېر جولای کې په یوه راپور کې وویل چې باطرفي او العولقي د “ډلې دوه متضادې څانګې” رهبري کوي، په داسې حال کې چې العولقي د ځینو قبایلو له ملاتړه برخمن دی.

هغه په ۲۰۱۰ کال کې په عربي ټاپووزمه کې له القاعدې سره یو ځای شو او د امریکايي سرچینو په وینا، د یمن د ابین ولایت د کنټرول لپاره یې د وسله والو مشري وکړه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د امریکا د استخباراتي ادارو کلنی راپور: د طالبانو وسله‌وال مخالفین قوي رهبري او بهرنی ملاتړ نه لري"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*