د امنیت شورا به تر یوه ساعته د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه وي

د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا به نن (چهارشنبې، د کب پر ۱۶مه) د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه وي.

د دغې شورا غړي د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ګومارلو په تړاو سره سلا مشورې کوي.

د ملګروملتونو د سر منشي ویاند سټېفن دوجاریک وایي چې د دې سربېره به، د یوناما رییسه رزا اوتونبایوا به د افغانستان په تړاو  خپل درې میاشتنی راپور هم وړاندې کړي.

سټېفن دوجاریک وايي:«د امنیت شورا غونډه به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت په تړاو وي. په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا د امنیت شورا په مرکز کې وینا وکړي.»

بل پلو، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق طلوع‌نیوز ته وایي چې، په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، د دغه سازمان د غړو هېوادونو استازي، د سیمې هېوادونو استازي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست هم ویناوې وکړي.

ښاغلی فایق زیاتوي:«په دغې غونډه کې به مېرمن رزا اوتونبایوا، د امنیت شورا د غړو هېوادونو د مدني ټولنې استازي، د سیمې هېوادونو استازي او په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازی به ګډون او وینا وکړي.»

 د بشري حقونو چارو فعال عین الدین بیک هم په دې هکله وايي:«یوناما له واکمنې ډلې سره په یوه تعامل کې ده او خپل رول یې په بنسټيزه توګه او له عدالت محورۍ سره په منصفانه نه‌ده ترسره کړې.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز‌ معارج وايي:«د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د فبرورۍ د ۲۶مې غونډې پر دوام غونډه ده، ډېر توپير نه‌لري د مدني ټولنې او د طالبانو په استازیتوب څوک ورته بلل شوي نه‌دي.»

خو د اسلامي امارت ویاند د اسلامي امارت د استازي له حضور پرته د دا ډول غونډو ترسره کول ګټور نه‌بولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل:«د ملګرو ملتونو سازمان د زبر ځواکونو تر اغېز لاندې دی، د هغوی سیاستونه تعقیبوي، د افغانستان اړوندې موضوع‌ګانې د افغانستان له استازي او له دریځ پرته تر بحث لاندې نیسي، چې دا پایله نه‌ورکوي. خپلې موضوع‌ګانې لویوي او غونډې تکراري دي، هم د سازمان حیثیت او هم د هېوادونو حیثیت کموي.»

دا په تېره یوه میاشت کې د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دویمه غونډه ده. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په تېرو غونډو کې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي د ټاکلو په تړاو سلا مشورې وکړې؛ خو په دغه سازمان کې د یوه واحد نظر د نشتوالي له امله تر اوسه د دغه استازي د ټاکلو څرک نه‌لګېږي.

خو وبه لیدل شي چې په دې غونډه کې پر دې مسئله خبرې کېږي او کنه. دا هغه مسئله ده چې اسلامي امارت تل پرې نیوکه کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د امنیت شورا به تر یوه ساعته د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه وي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*