
د اکتوبر ۱۱مه د نجونو نړیواله ورځ او د دوی د زدهکړو پر حق ټینګار
نن (یکشنبه) د اکتوبر یوولسمه د نجونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ هغه ورځ چې د نجونو حقونو او د زدهکړو، کار او ژوند په برخو کې برابرو فرصتونو ته د پاملرنې په موخه نومول شوې ده.
دا ورځ په افغانستان کې داسې مهال رارسېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې لا هم ځنډول شوې دي.
د پوهنې برخې شنونکي وايي، زدهکړو ته د نجونو لاسرسی نه یوازې د هغوی د راتلونکي، بلکې د هېواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره هم مهم دی.
د پوهنې برخې شنونکې سهیلا رستمزاده وايي: «له زدهکړو محرومیت هېڅکله مثبتې پایلې نه لري. دې موضوع ته باید جدي پاملرنه وشي؛ ځکه د دغه وضعیت په دوام سره نجونې له ژوند او پرمختګ څخه پاتې کېږي.»
په همدې حال کې، یو شمېر افغان نجونې غواړي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي او د خپل راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي.
له زدهکړو پاتې زدهکوونکې نبیلا ټینګار کوي: «د ټولنې هرې طبقې ته پوهه او زدهکړې اړینې دي. همدا پوهه ده چې موږ پرمختګ ته رسوي.»
دغه نجونې له مسوولینو غواړي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د دوی د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي.
یوه بله نجلۍ هم وايي چې د زدهکړو د محدودیتونو دوام یې راتلونکي پلانونه له ننګونو سره مخ کړي دي.
له زدهکړو پاتې زدهکوونکې کبرا وايي: «کله چې نجونې له زدهکړو محرومې شي، ډېری یې له ژور خپګان سره مخ کېږي او رواني ستونزې ورته پیدا کېږي.»
د هېواد پخواني ولسمشر هم د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار کړی او د افغانستان د پرمختګ لپاره یې د هغوی پیاوړتیا اړینه بللې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «له ټولو غوښتنه کېږي چې د هلکانو ترڅنګ د نجونو له پیاوړتیا غفلت ونه کړي. افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره باید تر هر څه زیات د نجونو پیاوړتیا ته پاملرنه وکړي. نجونې باید له ټولو ښوونیزو فرصتونو برخمنې وي. هیله لرم چې ژر تر ژره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د هغوی پر مخ پرانیستل شي.»
په دې ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ویلي چې هره نجلۍ حق لري زدهکړې وکړي، وده وکړي او خپل راتلونکی جوړ کړي.
یوناما زیاته کړې چې پنځه کاله کېږي افغان نجونې له لومړنۍ دورې وروسته له زدهکړو محرومې دي او د زدهکړو، کار او د خپل راتلونکي د ټاکلو په برخو کې یې د هغوی د حقونو د خوندي کولو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده.
له بلې خوا، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره د ترسره شویو اقداماتو په اړه وايي: «په تېرو پنځو کلونو کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري د سل زره ښځو د میراث حق او د سل زره ښځو د مهر حق خوندي شوی او د څه باندې لس زره کسانو د اجباري نکاح مخنیوی شوی دی.»
په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو له ځنډېدو څه باندې پنځه کاله تېرېږي.
همداراز، په پوهنتونونو کې د نجونو د لوړو زدهکړو له بندېدو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار له محدودیتونو نږدې څلور کاله تېر شوي دي.
له دې ټولو سره سره، افغان نجونې لا هم د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستلو او د زدهکړو او کار د فرصتونو د برابرېدو غوښتنه کوي.
لومړی نظر وکړئ on "د اکتوبر ۱۱مه د نجونو نړیواله ورځ او د دوی د زدهکړو پر حق ټینګار"