
د کرنیزو محصولاتو ضایعات؛ کروندګر د سړو خونو او بازارونو غوښتنه کوي
د کافي سړو خونو، د محصولاتو د ساتنې معیاري امکاناتو او مناسبو بازارونو د نشتوالي له امله، هر کال د هېواد د کرنیزو محصولاتو یوه برخه تر راټولېدو وروسته خرابېږي او یا خپل کیفیت له لاسه ورکوي.
دغه ستونزه کروندګرو ته اقتصادي زیانونه اړوي او د کرنیزو محصولاتو د برابرولو بهیر له ګډوډۍ سره مخ کوي.
اقتصادي شنونکی رامش عیار په دې اړه وايي: «د کرنیزو محصولاتو ضایع کېدل یوه له هغو ستونزو ده چې د افغانستان کروندګر ورسره مخ دي. له بده مرغه، افغانستان خپل ۲۵ سلنې کرنیز محصولات له لاسه ورکوي او حکومت باید په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره یې د کرنیزو نندارتونونو جوړولو او د بستهبندۍ د مرکزونو رامنځته کولو په ګډون یو شمېر پروګرامونه په پام کې نیولي دي.
د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او پروسس د اسانتیاو رامنځته کول هم د ضایعاتو په کمولو کې مهم بلل کیږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند شیرمحمد حاتمي وايي: «د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو کمول د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لومړیتوبونو دي او د ضایعاتو د مخنیوي لپاره په مرکز او ولایتونو کې کرنیز نندارتونونه هم جوړوي.»
د کرنې وزارت د پروګرامونو ترڅنګ، د دولتي ادارو، سوداګرو او کروندګرو ترمنځ همکاري هم د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو په کمولو کې مهمه ګڼل کیږي.
د پلور بازارونو پراختیا، د بستهبندۍ ښه والی او د کرنیزو محصولاتو د لېږد لپاره د مناسبو اسانتیاو برابرول کولای شي د کورنیو تولیداتو د برابرولو غوره زمینه برابره کړي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې اجراییوي رییس وسیم صافي طلوعنیوز ته و ویل: «د دې لپاره چې د کرنیزو محصولاتو ضایعات کم شي، هڅې روانې دي چې د سړو خونو سیسټم فعال شي، څو وکولای شو ځینې کرنیز محصولات پکې وساتو.»
د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو کمول د سړو خونو، د بستهبندۍ او پروسس د مرکزونو پراختیا، د لېږد رالېږد د سیستم ښه والي او د پلور لپاره د مناسبو بازارونو رامنځته کولو ته اړتیا لري؛ هغه څه چې کولای شي د حاصلاتو په ساتنه، د کروندګرو د عوایدو په زیاتوالي او د کورنیو تولیداتو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
لومړی نظر وکړئ on "د کرنیزو محصولاتو ضایعات؛ کروندګر د سړو خونو او بازارونو غوښتنه کوي"