افغان او د ایراني چارواکو د سرحدي نښتو پر بیا نه‌رامنځته کېدو ټینګار

ایراني

د ایراني چارواکو او افغانستان تر منځ د دواړو هېوادونو د ځواکونو له نښتې وروسته پر پخلاینې او روغې جوړې خبرې وکړې.

تهران او کابل ویلي؛ په پوله کې سوله بېرته راګرزېدلې او دواړو غاړیو ژمنه کړې، چې په راتلونکي کې به شخړه نه‌کیږي.

امارت ویلي؛ افغانستان له خپلو ګاونډ هېوادونو سره جګړه نه‌غواړي او له ایران سره دوستانه اړیکو ته لیواله دي.

بلال کریمي ویلي؛ د هرې مسئلې په اړه، چې له پیل څخه پېښیږي پر خبرو اترو او همغږۍ باور لري او دا غوره کار بولي. مونږ غواړو، چې ټول مسایل یوازې پر خبرو اترو او همغږۍ وڅېړل شي.

د ایران کورنیو چارو وزیر هم پرونۍ نښتې بې اهمیته وبللې او ویې ویل، چې پر پوله د ورېښمو دروازه بېرته پرانیستل شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي راکړه ورکړه بیا پیل شوې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وايي: یوه لنډه شخړه وه او حل شوه. له سره هم خبرې اترې وشوې. اوس مونږ کومه ستونزه نه‌لرو. سرحد خلاص او سوله‌ییز دی.

د ایران دوه لوړپوړیو پوځي قومندانانو په راتلونکي کې د هر ډول جګړې تکرار د دواړو هېوادونو پر زیان ګڼي.

د ایران د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز جنرال قاسم رضايي وايي: لیدنه ترسره شوه. اوس مونږ ګورو، چې دواړه لوري باید څه وکړي، چې دا ډول ناوړه پېښه رامنځته نه‌شي.

ایراني

د ایراني د ځمکنیو ځواکونو قومندان کیومرث حیدري وايي: مونږ ښه ګاونډیتوب څارو؛ خو که رښتیا هم دا احساس شي، چې بل لوري نه‌غواړي مقررات مراعات کړي؛ نو بیا به له بل ډول چلند سره مخ شي.

په ورته وخت کې د سیستان او بلوچستان یو شمېر ایراني سني دیني عالمان د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ولسمشر په ګډون د ایراني چارواکو پر سختو او له ګواښونو ډکو ویناوو نیوکه کوي او په راتلونکي کې د ګاونډیانو پر وړاندې د دغه ډول سختو څرګندونو تکرار د ایران په ګټه نه‌بولي.

ایراني

د ایران په سیستان او بلوچستان کې د اهل سنتو مذهب یو عالم عبدالرحمن عمرزرهي وايي: ستاسې دیپلوماتیک ادبیات سم نه ول؛ ستاسې د تبصرې معنی دا وه، چې زما خبرې جدي ونیسئ او وروسته به ګیله نه‌کوئ. آیا دا ادبیات دیپلواتیک دي؟ څه ځواب مو ترلاسه کړ؟! تاسې د دې ملت سرونه کښته کړل.

که څه هم ایران له اسلامي امارت سره دیپلوماټیکې اړیکې لري؛ خو تهران هم لکه د نورې نړۍ په څیر تر اوسه امارت پر رسمیت نه‌دی پېژندلی. دواړو هېوادونو په تېرو دوه کلونو کې د پام وړ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري؛ خو دا اړیکې په وروستیو اوونیو کې د هلمند سیند د اوبو پر حق ناندریزې شوې دي.

د ایراني

منبع

لومړی نظر وکړئ on "افغان او د ایراني چارواکو د سرحدي نښتو پر بیا نه‌رامنځته کېدو ټینګار"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*